د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان اقتصادي وده دوه فیصده اټکل شوې


د افغانستان بانک رئیس خلیل صدیق د شنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته د افغانستان د اقتصادي وضعیت په اړه معلومات وکړل. هغه وویل په افغانستان کې د پولي پړسوب کچه د روان میلادي کال د مارچ تر پایه درې عشاریه دوه فیصده وه چې د اندېښنې وړ نه ده.

که څه هم دا مهال د افغانیو بیه د یو ډالر په وړاندې ۶۸.۵۰ افغانیو ته رسیږي خو ښاغلي صدیق وویل، د افغانستان اوسني وضعیت ته په کتو د بهرنیو اسعارو په وړاندې د افغانیو بیه په یو ښه حالت کې ساتل شوې ده.

ښاغلي صدیق وویل "تېرکال د افغانستان اقتصادي وده شاوخوا صفر عشاریه نهه فیصده وه، خو په روان کال کې د اقتصادي ودې کچه دوه فیصده اټکل شوې. موږ له دې زیاتې اقتصادي ودې ته اړتیا لرو، باید لږ تر لږه په ۲۰ کلونو کې د شپږ فیصدو په اوسط وده وکړو چې په فقر باندې برلاسي شو ".

د افغانستان د مرکزي احصایې د شمیرو له مخې دا مهال په دغه هیواد کې ۳۶ فیصده افغانان له لوږې کړیږي او څه باندې ۳۰ فیصده افغانان بیا د کافي غذا له نشتوالي کړیږي.

ښاغلي صدیق وویل، په هیواد کې ناامني او تاوتریخوالي د افغانستان اقتصادي حالت ګډوډ کړی او زیاته یې کړه چې له دې حالت څخه د وتلو لپاره لویو پراختیايي پروګرامونو ته اړتیا ده.

خو د اقتصادي چارو کارپوهان په افغانستان کې د پراخه اداري فساد شتون، ناامني، په اړوندو وزارتونو کې د مسلکي کسانو نه ګمارل او بې‌کاري د دغه هیواد د اقتصادي ودې پر وړاندې لوی خڼډونه ګڼي.

د کابل پوهنتون د اقتصاد استاد تاج محمد اکبر د سوداګرۍ په نړیوال سازمان کې د افغانستان غړیتوب، د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د ترکمنستان د ګازو د لیږد او د کاسا ۱۰۰۰ په نوم د برېښنا د لیږد په څیر د لویو اقتصادي پروژو پیل، د افغانستان د اقتصاد د پیاوړتیا په برخه کې لویې لاسته راوړنې ګڼي>

ښاغلي اکبر وویل د دغو پروژو پر عملي کیدو به د افغانستان د خلکو په اقتصادي وضعیت کې د پام وړ بدلون هم راشي.

XS
SM
MD
LG