د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانیو بیې هراتي سوداګر اندیښمن کړي


د هرات ولایت سوداگر او صنعتکاران د افغانیو پر وړاندې د بهرنیو اسعارو د ارزښت لوړیدل د افغانستان د اقتصادي ودې په زیان گڼي.
د هرات ولایت سوداگر او صنعتکاران د افغانیو پر وړاندې د بهرنیو اسعارو د ارزښت لوړیدل د افغانستان د اقتصادي ودې په زیان گڼي.

د هرات ولایت سوداگر او صنعتکاران د افغانیو پر وړاندې د بهرنیو اسعارو د ارزښت د لوړیدلو په وجه اندیښمن دي او وایي ددې وضیعت دوام په اوږدمهال کې د افغانستان اقتصاد ته زیان رسوي.

سوداگر او صنعتکاران د افغانستان له حکومت څخه غواړي چې د امنیت په ټینگولو او له هیواد څخه د پانگو د ایستلو په مخنیوي سره د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو ارزښت پیاوړی کړي.

د سه شنبې په ورځ د کابل په شهزاده سرای کې یو ډالر په څه کم اته شپېتو افغانیو تبادله کېده. دا په تیرو څوارلسو کلونو کې لومړی وار دی، چې په دومره لوړه کچه افغانۍ خپل ارزښت د ډالرو په مقابل کې بایلي.

د امریکا غږ د رپوټ له مخې په همدې اونۍ کې دوه افغانۍ، په تېره یوه میاشت کې څلور نیمې افغانۍ او له لوی اختر را وروسته شپږ افغانۍ د یوه ډالر په مقابل کې خپل ارزښت له لاسه ورکړی دی.

په کابل کې د سوداگرو د اندیښنو وروسته د هرات ولایت سوداگر او صنعتکاران نن د دې ولایت په سوداگریزه خونه کې راټول شوي وو او ویل یې چې د امریکایي ډالر پر وړاندې د افغانیو د ارزښت رالویدنې د وارداتي او صاداتي کالیو پر بیو منفي اثر کړی دی.

د هرات ولایت د سوداگریزو خونو رئیس سعد خطیبي له حکومت وغوښتل چې دې موضوع ته په پاملرنې د سوداگرو او افغانانو د تاواني کیدو مخنیوی وکړي.

سوداگر دا هم وایي چې په تیرو څو میاشتو کې افغان دولت په بازار کې د اسعارو د توازون د ساتلو لپاره کوم د پام وړ کار نه دی کړی.

له بلې خوا د هرات ولایت د صرافانو د اتحادیې رئیس بهاءالدین رحیمي د نا امنیو زیاتیدل، له هیواد څخه د ځوانانو او سوداگرو کډوالي او د دولت له خوا بازار ته د بهرنیو اسعارو ناسمه ویشنه د ډالر پر وړاندې د افغانیو د ارزښت د راټیټیدو عوامل گڼي.

په شهزاده سرای کې صرافان هم وایي چې د افغانستان بانک اوس بازار ته کمې پیسې عرضه کوي.

د صرافانو د اتحاديې ویاند حاجي ځیرک وايي، پخوا به افغانستان بانک په یوه اونۍ کې نوي میلیونه امریکايي ډالر لیلام کول، خو اوس یواځې پنځوس یا څلویښت میلیونه ډالر خرڅوي.

د افغان سوداگرو اندیښنې په داسې حال کې مطرح کیږي چې یو شمیر کارپوهان د افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د مرستو کمیدل او گاونډیو هیوادونو ته د ډالرو غیر قانوني قاچاق د افغانۍ پر وړاندې د امریکایي ډالر د ارزښت د لوړیدو عمده لامل گڼي.

XS
SM
MD
LG