د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان او سیمې د اقتصادي رکود په اړه د پیسو نړیوال صندوق خبرداری

د پیسو نړیوال صندوق (IMF) د پنجشنبې په ورځ وویل، تمه کېږي چې په ۲۰۲۶ کال کې د منځني ختیځ، شمالي افریقا، افغانستان او پاکستان اقتصادي تولید ۱،۳ سلنه راکم شي.

دغه اداره د دې کمښت لامل له ایران سره د امریکا او اسرائیلو د جګړې اغېزې وبللې، چې د انرژۍ پر تولید، سمندري لېږد، سوداګرۍ او سیاحت یې منفي اغېز کړی دی.

د پیسو نړیوال صندوق د پنجشنبې په ورځ د متحده عربي اماراتو په دوبۍ ښار کې د سیمه‌ییزو اقتصادي لیدلورو رپوټ خپور کړ. په دې وړاندوینه کې د دې ادارې د اپرېل میاشتې له اټکل په پرتله کموالی راغلی دی.

افغانستان په ځانګړې توګه د سیمه‌ییزې سوداګرۍ د ګډوډۍ، د لېږد رالېږد د لګښتونو د لوړېدو او د لومړنیو توکو د بیو د زیاتیدو له امله زیان‌من دی.

په وچه کې ایسار د افغانستان موقعیت د دې لامل شوی چې نړیوالو بازارونو ته یې لاسرسی تر ډېره پر ګاونډیو هېوادونو او سیمه‌ییزو ترانسپورتي لارو پورې تړلی وي.

د سمندري لېږد، د انرژۍ د اکمالاتو او د پولو هاخوا د سوداګرۍ هر ډول اوږدمهاله خنډ او ځنډ کولای شي د افغان کورنیو او سوداګرو اقتصادي ستونزې لا زیاتې کړي، په ځانګړې توګه که د وارداتي توکو بیې لوړې شي. د سیمې کمزوری اقتصاد هم اقتصادي فعالیتونو ته زیان رسوي.

د افغانستان او ټولې سیمې لپاره به اقتصادي اغېزې تر ډېره پر دې پورې تړلې وي چې جګړه څومره دوام کوي، مهمې سوداګریزې لارې بېرته عادي حالت ته راګرځي او که نه، او سیمه‌ییز اقتصادونه څومره ژر خپل اقتصادي خوځښت بېرته ترلاسه کولای شي.

د پیسو نړیوال صندوق ویلي، که د ۲۰۲۷ کال په لومړیو کې جګړه کمه شي او سیمه‌ییزه سوداګري په تدریجي ډول عادي حالت ته وګرځي، نو د منځني ختیځ، شمالي افریقا، افغانستان او پاکستان اقتصادونه ښايي په ۲۰۲۷ کال کې بېرته وده وکړي.

خو دا اداره خبرداری ورکړی چې د سیمې اقتصادي وضعیت لا هم له نامعلوم حالت سره مخ دی.

تمه کېږي چې د روان کال په اوږدو کې د خلیج د همکارۍ شورا د غړو هېوادونو له ډلې څخه د عمان نه پرته نور ټول هیوادونه د اقتصاد د کچې په را لویدلو اغیزمن شي.

د وړاندوینو له مخې، بحرین، کویټ او قطر به په اقتصادي تولید کې له لس سلنې څخه ډېر کمښت تجربه کړي. عمان د خلیج یوازینی غړی هېواد دی چې تمه کېږي اقتصاد یې له کمښت څخه خوندي پاتې شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG