د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان کورني عواید تر دوه میلیارد ډالرو واوښتل


د افغانستان د مالیې وزارت اعلان کړی دی چې ددې هیواد ملي عواید په روان لمریز کال کې ١٨٩ میلیارد افغانیو ته رسیدلي دي چې څه دپاسه دوه میلیارد ډالر کیږي.

د افغان مقاماتو په وینا د تیر لمریز کال په پرتله د افغانستان د ملي عوایدو کچه دولس فیصده زیاته شوې ده.

د افغانستان د مالیې وزارت سرپرست او په زیربنايي چارو کې د جمهوري ریاست سلاکار محمد همایون قیومي د سې‌شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، افغان حکومت په ۱۳۹۷ مالي کال کې څه باندې ۱۸۹.۷۸میلیارد افغانۍ عواید راټول کړي دي، چې د تیر مالي کال په پرتله د ملي عوایدو په کچه کې ۱۲ فیصده زیاتوالی ښيي.

ښاغلي قیومي زیاته کړه، چې د پیسو نړیوال صندوق په ۱۳۹۷ مالي کال کې افغانستان ته د ۱۷۲ میلیارد افغانۍ عوایدو د راټولو هدف ټاکلی وو، خو افغان حکومت له ټاکلي هدف څخه ۹ فیصده زیات عواید راټول کړي دي.

د مالیې وزارت معلومات په اساس، د راټول شویو ملي عوایدو له جملې ۷۶.۴۷ میلیارد افغانۍ له ګمرکونو او ۱۱۲.۷۱ میلیارده افغانۍ له مالياتي او غیرمالیاتي عوایدو څخه تر لاسه شوي دي.

افغان حکومت په ۱۳۹۷ مالي کال کې څه باندې ۱۸۹.۷۸میلیارد افغانۍ عواید راټول کړي دي
افغان حکومت په ۱۳۹۷ مالي کال کې څه باندې ۱۸۹.۷۸میلیارد افغانۍ عواید راټول کړي دي

د مالیې سرپرست وزیر، په عوایدي ادارو کې اصلاحات او د مالیه ورکوونکو د ۹۵ فیصده جریمې معافول د ملي عوایدو د زیاتوالي عمده لاملونه وبلل خو د اقتصادي چارو کارپوهان که څه هم په ادارو کې نسبي اصلاحات تائیدوي خو د ګمرکي تعرفو لوړوالی د ملي عوایدو د زیاتوالي عمده لامل ګڼي.

له دغو کارپوهانو څخه شعیب رحیم امریکا غږ آشنا ته وویل، چې لا هم په عوایدي ادارو لکه ګمرکونو کې جدي اصلاحاتو او له فساد سره کلکې مبارزې ته اړتیا ده.

ښاغلي رحیم دغه راز د ګرځنډه ټيلیفونونو له کریډیټ کارډونو څخه د لس فیصده مالیې ګرځولو ته په اشارې وویل، چې که څه هم دا د ملي د عوایدو په زیاتوالي کې مهم رول لري، خو لا هم حکومت په دې برخه کې یو شفاف سیستم نه دی رامنځ ته کړی.

بلخوا د افغانستان د مالیې وزارت وايي، که له یوې خوا په تېرو څلورو کلونو کې ملي عوایدو ۸۵ فیصده زیاتوالی موندلی په همدې موده کې د حکومت له خوا د انکشافي بودیجې د مصرفولو کچه هم ۹۱ فیصدو ته لوړه شوې ده.

XS
SM
MD
LG