نړیوال بانک وايي چې په افغانستان کې د اقتصادي پراختیا سره سره، د هغه هېواد سرانه ناخالص داخلي تولیدات تخمیناً ۵،۶ فیصده راکم شوي دي.
نړیوال بانک په یو نوي راپور کې چې په روانې اپرېل میاشت کې خپور شوی، لیکلي چې د تخمین له مخې، د افغانستان مجموعي اقتصادي تولیدات ۴،۸ فیصده زیات شوي. راپور کې راغلي چې دغه زیاتوالی تر ډېره د خصوصي مستهلکینو او د غیرکرنیزو فعالیتونو د خوځښت له کبله رامنځته شوی دی.
د طالبانو حکومت د نړیوال بانک د تازه راپور د موندنو په اړه تراوسه کومه تبصره نده کړې.
د نړیوال بانک د معلوماتو له مخې "په داسې حال کې چې په افغانستان کې د ناخالصو داخلي تولیداتو مجموعي کچه ۴،۸ فیصده لوړه شوې خو سرانه ناخالص داخلي تولیدات ۵،۶ فیصده راکم شوي دي."
د نړیوال بانک په باور په ۲۰۲۵ کال کې د افغانستان اقتصادي وضعیت نازک و، د "طالبانو د منځمهالې ادارې" په واکمنېدو بهرنۍ مرستې د پام وړ کمې شوې او لدې کبله د مالي کال ثبات هم کمزوری شوی دی.
د نړیوال بانک د راپور له مخې، "سوداګرۍ او په محدود ډول د خصوصي سکټور مقاومت د اقتصاد سره یو څه مرسته کړې خو له ایران او پاکستان څخه د کډوالو په بېرته راستنېدو د بېکارۍ او عایداتو کچه رالوېدلې ده."
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) د معلوماتو له مخې، یوازې په ۲۰۲۵ کال کې نږدې درې میلیونه افغانان له ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړي ډول له ایران او پاکستان څخه، افغانستان ته ستانه شوي دي چې شاوخوا ۶۰ سلنه یې ماشوم لرونکې کورنۍ دي.
د نړیوال بانک په تازه راپور کې لیکل شوي چې د کډوالو په بېرته راستنېدو سره په ۲۰۲۵ کال کې د افغانستان مجموعي نفوس ۱۱ فیصده لوړ شوی دی. نړیوال بانک د افغانستان مجموعي نفوس ۴۷،۴ مېلیونه ښيي.
راپور زیاتوي چې په ۲۰۲۱ کال کې د پېسو د مقدار تر کمېدو وروسته، تورم یا انفلاسیون مخ په لوړېدو دی او د اقلیمي بدلونونو، طبیعي پېښو او کمزرو زېربناوو له کبله، د خوراکي توکو نه خوندیتوب لاهم په پراخه کچه شتون لري.
د نړیوال بانک راپور همدارنګه په افغانستان کې بهرنیو مرستو ته هم اشاره کړې ده او لیکلي چې "مالي انزوا بهرنۍ پانګونې او بهرنیو مارکېټونو ته لاسرسي محدودوي په داسې حال کې چې په نغدو پېسو ولاړ غیررسمي اقتصاد اغېزمنتوت او ګټه ټکنۍ کوي."
د راپور په پای کې اټکل شوی چې د افغاستان اقتصاد به په ۲۰۲۶ کال کې څلور فیصده وده وکړي او په ۲۰۲۷ او ۲۰۲۸ کلونو کې به دغه اندازه ۳،۸ فیصده وي.
فورم \ دبحث خونه