د لاس رسي وړ اتصالات

د کانکور د ازموینې په سیسټم کې د اصلاحاتو غوښتنه وشوه


په افغانستان کې د پوهنتونونو د استادانو ټولنې په دغه هېواد کې د کانکور د ازموینې سیسټم له بی عدالتیو ډک وباله او وايي چې دغه سیسټم د زرګونو زده کوونکو استعدادونه وژلي دي.

د استادانو د اتحاديې مشر ډاکټر تاج محمد اکبر وايي دوه کاله وړاندې د کانکور آزموینه د درغلیو نه ډکه وه چې د ده په خبره د زورواکانو او د پارلمان د وکیلانو د لاسوهنو له امله حق حقدار ته ونه رسېد.

د پوهنتون د استادانو ټولنې په کابل کې نن شنبه خبري کنفرانس درلود.

ښاغلي اکبر وویل چې باید د سږني کانکور ازموینه شفافه وي، ده وویل د کانکور په کمېټې کې نا اهله کسان کار کوي چې ډېر کله حق حقدار ته نه سپارل کیږي.

په همدې حال کې د استادانو د اتحاديې یو بل غړی پوهاند محمد قیس وايی چې د افغانستان د لوړو زده کړو اوسنی سیسټم په فساد کې ککړ دی.

د استادانو د اتحاديې غړي وايي د زورواکانو د لاسوهنو له امله تېر کال د ډېرو لرې او ناامنو ولایتونو نه زیات شمېر زده کونکو په کانکور کي لوړې نمرې تر لاسه کړې چې د باور وړ نه دي ځکه چې د دوی په وینا په لرې پرتو او نا امنو سیمو کې زده کونکي هغه درسي امکانات نه لري چې په کابل کې يې لري .

ښاغلي قیس وړاندوینه کوي چې که سږکال هم د کانکور ازموینه په همدي وضعیت وي نو د کانکور پایله به بیا هم له ستونزو ډک وي.

د استادانو اتحادیه وړاندیز کوي چې د ولایتونو زده کونکي دې د فارغینو د سهمیي په اساس لوړو زده کړو ته ومنل شي او له بلې خوا د با امنو ولایتونو او نا امنه او لرې پرتو ولایتونو لپاره د کانکور دوه ډوله پوښتنې برابرې شي.

د اتحادیې مشر وايي د کانکور د اصلاح لپاره یې د لوړو زده کړو وزارت ته خپل وړاندیزونه هم سپارلي دي .

په کابل کې د امریکا غږ اشنا راډیو خبریاله بهارت صابر وايي له ډېرو هلو ځلو او پرلپسې تماسونو سره سره بیا هم ونه توانیدله چې د پوهنتونو د استادانو د دغو ادعاوو په اړه د لوړو زده کړو د وزارت غبرګون واخلي او یا لږ تر لږه کوم چارواکی یې په دې اړه نظر ورکړي.

  • 16x9 Image

    بهارت صابر

    بهارت صابر له ٢٠١٠ کال راهیسې په کابل کې د امریکا غږ سره د خبریالې په حیث کار کوي. بهارت صابر د بي بي سي او په افغانستان کې د نورو تلویزوني، راډیويي او چاپي رسنیو سره هم د کار تجربه لري.
XS
SM
MD
LG