د لاس رسي وړ اتصالات

په نورستان کې ۳۰زره زده کوونکي په بیابان کې درس وايي


د نورستان دپوهنې ریاست وايي په دغه ولایت کې د شته ۲۲۵ ښوونځیو له ډلې یې یواځې ۸۰ ودانۍ لري.
د نورستان دپوهنې ریاست وايي په دغه ولایت کې د شته ۲۲۵ ښوونځیو له ډلې یې یواځې ۸۰ ودانۍ لري.

چارواکي وايي سږنی کال به دنورستان په کچه څه د پاسه سلو ښوونځیو کې کابو ۳۰ زره زده کونکي تر شنه اسمان لاندې خپلې زده کړې کوي.

دغه ولایت، چې ویل کیږي کابل پرې ډېر پام نه دی کړی په ښوونیزه اړخ کې هم له ګڼو ننګونو سره مل پاتې شوی دی .

د نورستان دپوهنې چارواکي پیل شوي ښوونیز کال ته په اندېښنه کې دي او وايي په ولایت کې د شته ۲۲۵ ښوونځیو له ډلې یې یواځې ۸۰یې ودانۍ لري .

ددغه ادارې ریس ډاکټر غلام حسین له امریکا غږ سره په مرکه کې وویل،په تېرو کلونو کې یې شپیته ښوونځیو ته په کرایي کورنو کې درسونه ویلي،خو سږنی کال یې هغه هم تر نمايي راکم شوي دي.

نوموړی وايي دزده کونکو لپاره په به پر بیابانونو ددرس ویل خورا ګران شي او پر کابل غږ کوي،چې ددوی دستونزې غم دې وخوري.

هغه زیاتوي،چې وزارت ته دتېر کاله دپنځه ویشتو ښوونځیو دکورونو کرایه هم پاتې ده او تر اوسه نه ده ورکړل شوې.

هغه زیاتوي، چې ددغه ولایت دښوونځیو سره دمیرې مور چلند کېږي او مرکزي ادارې دې په دې برخه کې جدي پام وکړي.

په ورته وخت کې ددغه ولایت دښوونځیو زده کونکي هم دراولاړو ستونزو حل غواړي او وايي پر بیابانونو یې له ښوونځیو زړونه تورېږي.

دنورستان والي هم په خپل ولایت کې دښوونیزې برخې شته ستونزې منی او وايي په وار وار یې دکابل پر چارواکو دحل کېدا غږ کړی دی .

دغه لرې پروت او غرنی ولایت په تېرو دیارلسو کلونو کې دافغان حکومت نه ېوې څنډې ته پاتې شوی او په ګڼو برخو کې له پروژو محروم پاتې شوی دی .

دډېرو باور دادی ،چې که ددغه سیمې روانه ښوونیزه برخه یو څه راسمه شي نو دنوي نسل به له ګڼو بدبختیو تر یوه حده وژغورل شي.

XS
SM
MD
LG