د لاس رسي وړ اتصالات

نا امنه سیمو کې پر تړل شویو ښوونځیو امکانات بندیږي


د پوهنې وزارت وایي چې په اوس وخت کې په افغانستان کې نږدې نهه میلونه ماشومان په شپاړس زره ښوونځیو کې په زده کړو بوخت دي.
د پوهنې وزارت وایي چې په اوس وخت کې په افغانستان کې نږدې نهه میلونه ماشومان په شپاړس زره ښوونځیو کې په زده کړو بوخت دي.

د افغانستان د پوهنې وزارت وایي چې د هغو پنځه سوو څخه د زیاتو تړل شوو ښوونځیو له امکاناتو به په هغو سیمو کې کار واخلي چې همدا اوس په کې د ښوونځیو پرانیستلو ته اړتیا شته دی.

د دغه وزارت د خپرونو رئیس محمد کبیر حقمل له امریکا غږ اشنا راډیو سره په مرکه کې په دغسې ښوونځیو کې د استادانو، اداري کارکوونکو او ملازیمینو شمیر ۱۱۱۷ تنه وښوده او ویې ویل چې د دغو ښوونکو او اداري کارکوونکو د کلنۍ تنخواه اندازه په مجموعي ډول ۱۳۰ میلیونو افغانیو ته رسېږي.

ښاغلي حقمل وویل چې د تړل شویو ښوونځیو د پرانیستلو وروسته به دغو ښوونځیو ته له نوي ښوونکي استخدام شي.

ښاغلي حقمل وویل " له امکاناتو څخه به بې په هغو ښوونځیو کې استفاده وشي چې هغه فعال دي او د دې ښوونځیو د بیا پرانیستلو په صورت کې به بېرته هغو ښوونځیو ته ښوونکي استخدام شي ".

د پکتیا د ولایت د پوهنې رئیس لقمان حکیم حکیمي وایي چې د دغه ولایت په اتو ولسوالیو کې یې تر ۵۲ داسې ټولګې پیژندلي چې زده کوونکو په کې زده کړې نه ترلاسه کولی.

لقمان حکیم حکیمي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې اکثره دا ټولګې د سواد د زده کړو ټولګې وو.

ښاغلي حکیمي وویل " دا هغه ټولګې دي چې مالي کمک کوونکي یې خارجي موسسات وو ، نو معاشات مو پرې قطع کړل، دغو ټولګیو شتون نه درلود او غیرفعال وو ".

د پکتیا د ولایت د پوهنې رئیس وایي چې دا ښوونځي نه وو، بلکې ټولګې وو چې په کلیو کې د ښوونځیو ترڅنګ جوړ شوي وو.

د افغانستان د ملي یووالي د حکومت د جوړیدلو راهیسې د پوهنې نوي وزیر اسدالله حنیف بلخي په افغانستان کې د خیالي ښوونځیو د موجودیت مسله راپورته کړې ده.

د پوهنې وزیر تیره اونۍ د بلخ ولایت مرکز مزارشریف ته د سفر په وخت یو ځل بیا په افغانستان کې د خیالي ښوونځیو د شتون په مسله وغږید او ویې ویل چې د دغسې ښوونځینو د پیژندلو لپاره یې کار پیل کړی دی.

د پوهنې وزیر هغه ښوونځي خیالي ښوونځي ګڼي چې د بیلابیلو دلایلو له مخې تړل شوي او اوس په کې زده کړې نه ترسره کیږي اود دغسې ښوونځیو ښوونکي د پوهنې د وزارت څخه تنخواه اخلي د خیالي ښوونځیو نوم ورکوي.

د افغانستان د پوهنې د وزارت یو پخوانی چارواکی محمد صدیق پتمن په داسې حال کې چې د خیالي ښوونځیو شتون نه ردوي، وایي چې باید د دغې مسلې سره سیاسي چلند و نه شي، ځکه چې د افغانستان د اساسي قانون له مخې افغان حکومت ماشومانو ته د ښوونې او رزنې د امکاناتو په برابرولو مکلف ګڼل شوی دی.

د پوهنې د وزارت پخواني تدریسي معین محمد صدیق پتمن امریکا غږ ته د پوهنې د وزارت دا پریکړه هم ناسمه وګڼله چې په ناامنو سیمو کې د تړل شوو ښوونځیو امکانات نورو سیمو ته لیږدول غواړي.

ښاغلي پتمن وویل " دا پالیسې سمه پالیسې نه ده چې مونږ د نا امنه سیمو ښوونځي تنقیص کړو او امکانات یې امن سمیو ته ولیږو، دا ځکه سمه پالیسې نه ده چې درې کاله کیږي د مالیې وزارت د پوهنې وزارت ته یو بست هم نه دی ورکړی، نو اینده کې ددې تضمین څوک کوي، چې د مالیې وزارت به د پوهنې وزارت ته نوي بستونه ورکړي چې بیا دوی د تړلو ښوونځیو د خلاصیدلو په صورت کې هلته ښوونکي استخدام کړي".

ښاغلی پتمن وایي څرنګه چې دا تضمین وجود نه لري، نو دا د همدغو سیمو حق دی چیرته چې دغه ښوونکي په کار ګمارل شوي دي.

تیرعیسوي کال افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د ځانګړي سرمفتش دفتر سیګار په یو راپور کې په افغانستان کې د خیالي ښوونځیو په شتون اندیښنه ښودلې وه او د دغسې ښوونکو او ښوونځیو د شتون له امله یې افغان حکومت ته خبرداری ورکړی و.

د پوهنې وزارت وایي چې په اوس وخت کې په افغانستان کې نږدې نهه میلونه ماشومان په شپاړس زره ښوونځیو کې په زده کړو بوخت دي.

XS
SM
MD
LG