د لاس رسي وړ اتصالات

د پوهنې وزارت د ۱۱۰۰۰ دندو لپاره ازموېنه اخیستې


د افغانستان د پوهنې وزارت ښوونځیو ته د نویو ښوونکو د جذبولو ازموینه واخیسته. د ښوونې وزارت وايي له نورستان او دایکندي ولایتونو پرته چې موسم یې د ازموینې لپاره مناسب بلل شوی نه دی، په نورو ۳۲ ولایتونو کې دغه ازموینه په یوه وخت اخیستل شوې ده.

د یاد شوي وزارت د مطبوعاتي اعلاميي له مخې په ازموینې کې ټولټال ۳۰ زره کسانو برخه اخیستې وه چې یوازې ۱۱ زره کسان به یې ښوونځیو ته د مسلکي ښوونکو په توګه ور وپېژندل شي . پر کابل سربېره د چارواکو په خبره د هېواد نورو ولایتونو ته یې ۱۰۰ پلاوي استولي وو چې دغه چاره ترسره کړي.

ښوونځیو ته د نویو ښوونکو د جذب یو شرط دا دی چې باید لږ تر لږه له ۱۴ ټولګي یا دارالمعلمین نه فارغ وي.

تېر کال هم شاوخوا ۳۰ زره کسانو ازموینه ورکړې وه.

ښايي افغانستان غوندې یو هېواد کې په یوه وار ښوونځیو ته د ۱۱۰۰۰ مسلکي ښوونکو جذبول پام وړ وي خو ویل کیږي چې دغه هېواد لا ډېرو مسلکي ښوونکو ته اړتیا لري.

افغانستان چې د اټکلونه له مخې شاوخوا ۳۵ مېلیونه نفوس لري، د معارف وزارت يې وايي دا مهال څه باندې ۱۰ میلیونه افغانانان په ښوونځیو کې په زده کړو بوخت دي.

په تېرې یوې لسیزې کې د ښوونې او روزنې په برخه کې د افغانستان پرمختګ د دغه هېواد یوه لویه لاس ته راوړنه بلل کیږي، خو لا هم د نا امنیو له کبله د هېواد په ځینو سیمو کې یو شمېر ښوونځي تړلي دي او د دې ترڅنګ داسې ښوونځي هم شته چې لا هم هاغسې چې اړتیا ده ودانۍ او نورې اسانتیاوې نلري.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG