د لاس رسي وړ اتصالات

د بلخ والي: اشرف غني منتخب ولسمشر نه دی


عطا محمد نور
عطا محمد نور

د بلخ والي عطا محمد نور، وایي چې د موازي حکومت د جوړولو په لټه کې نه دی او د هغه تر مشرۍ لاندې د بلخ ولایت د افغانستان جز دی.

د بلخ والي عطا محمد نور، چې د ملي وحدت د حکومت د اجرایوي رئیس عبدالله عبدالله د سرسختو او بانفوذه پلویانو څخه دی وایي چې اشرف غني احمدزی، د افغانستان منتخب جمهور رئیس نه دی بلکې د یو سیاسي توافق له مخې دغه مقام ته رسیدلی دی.

د بلخ والي چې دمخه یې د ښاغلي احمدزي سره جنجالي اړیکې درلودلي دي د امریکا غږ آشنا رادیو سره په ځانگړې مرکه کې وویل چې له بده مرغه تر اوسه یې اشرف غني احمدزي ته د جمهور رئیس په توگه مبارکي نه ده ورکړې، خو وایي چې ښاغلي احمدزي ته درناوی لري.

ښاغي نور د بلخ له ولایت څخه د گوښه کیدو د احتمال په هکله وویل چې د هغه گوښه کول "اسان کار نه دی".

هغه زیاته کړه چې د ښاغلي عبدالله د ټیم څخه دی چې د ملي وحدت د حکومت نیمایي به د هغه په واک کې وي.

دا په داسې حال کې دي چې د افغانستان منتخب جمهور رئیس اشرف غني احمدزي د دوشنبې په ورځ وویل چې په کلکه به د حکومت د قدرت په وړاندې د موازي جوړښتونو سره مبارزه وکړي.

د انتخاباتو د نتایجو د اعلان په اړه ښاغلي نور وایي "زه د دواړو کاندیدانو تر منځ د توافق هر کلی کوم او مخالف یې نه یم. خو ښه به دا وی چې دا هر څه د خلکو د رایو ، مدني حرکتونو او دیموکراسۍ له لارې شوی وای. "

هغه وایي "مونږ زیاتې هلې ځلې وکړلې چې په افغانستان کې دیموکراسي غښتلې شي خو له بده مرغه چې هغه شان ونشول خو بیا هم خوښ یم چې په افغانستان کې د بحران مخه ونیول شوه او یوه نسبي معقوله د حل لاره یې پیدا شوه."

د ملي یووالي حکومت جوړښت:

عطا محمد نور وایي چې د ملي یووالي د حکومت جوړیدل " دافغانستان حالاتو ته په پام سره د یوه مجبوریت له مخې و او د قانون خلاف هم ندی. د ملي یووالي د حکومت جمهور رئیس منتخب نه، بلکه د سیاسي توافق له مخې ټاکل شوی ولسمشر دی. "

موازي حکومت:

که څه هم چې د اصلاحاتو او همپالنې د ټیم یو لوړپوړي غړي ګواښ کړی و چې که چیرته په انتخاباتو کې د هغوي ټیم بریالی نشي، نو په افغانستان کې به موازي حکومت جوړ کړي خو ښاغلی نور وایي " دا د ټولو دنده ده چې په افغانستان کې دې موازي حکومت نه وي، او په افغانستان کې د موازي حکومت جوړیدو ته ځای نشته."

هغه وایي " ما هیڅ وخت د موازي حکومت نه درلود، بلکه د بلخ د والي په توګه مې د ولسمشر حامد کرزي د حکومت د قانون سره سم کار کاوه او تر څنګ مې د یو سیاسي شخصیت په صفت نور فعالیتونه هم درلودل خو زما سیاسي کارونه پدې خاطر و چې زه د جمیعت د ګوند اجرایوي مشر یم. "

د ډاکټر اشرف غني سره د عطا محمد نور اړیکې :

عطا محمد نور وایي چې تر اوسه یې ښاغلي اشرف غني ته د جمهوري ریاست د انتخاباتو د ګټلو په خاطر مبارکي نده ویلې. خو زیاتوي " که اړیکه هم ورسره ونیسم نو د منتخب ولسمشر او یا دا چې د خلکو د رایو له لارې د هیواد جمهور رییس شوی وي، مبارکي ونه وایم. "

د ښاغلي احمدزي په مشرۍ د ملي یووالي په حکومت کې د کار کولو په اړه ښاغلی نور وایي "زه د ډاکټر عبدالله د ټیم غړی یم چې د موافقې له مخې به په راتلونکي حکومت کې پنځوس په سلو کې قدرت ورسره وي. دا زما خپله پریکړه ده وروسته به یې اعلان کړم چې آیا د راتلونکي حکومت سره به کار وکړم او که نه."

خو ښاغلي نور دا خبره په بشړه توګه رد کړه چې د بلخ د والي پرته به د افغانستان په بل هیڅ ولایت کې د والي په صفت کار ونکړي "د هیواد په هرې برخې کې کار کول زما لپاره یو ویا ړ دی. مګر زه علاقه نلرم چې د بل ولایت د والي په صفت کار وکړم."

خو زیاتوي چې " ما ته پخوا هم په کابینې کې د کار کولو زمینه مساعده وه او اوس هم د اصلاحاتو او همپالنې په ټیم کې زما لپاره د کابینې د غړي په صفت د کار کولو زمینه مساعده ده. ... زما لیرې کول به د مشورې پرته د نوي ولسمشر لپاره آسانه کار نه وي.

  • 16x9 Image

    عاشق الله رحیمزوی

    عاشق الله رحیمزوی د ۲۰۰۹ میلادي کال راپدیخوا د امریکا غږ د افغانستان د څانګې سره د راډیو، ویب پاڼې او  تخنیک په برخې کښې همکاري کوي. نوموړی د خبرو اترو د خپرونې تر څنګ د ځوانانو د اوونیزې خپرونې کوربه هم دی.
XS
SM
MD
LG