د لاس رسي وړ اتصالات

کرزی: په انتخاباتو کې برخه واخلیْ


کرزی: په انتخاباتو کې برخه واخلیْ
کرزی: په انتخاباتو کې برخه واخلیْ

په داسي حال کې چې د افغانستان انتخابات ته ډیر لږ وخت پاته دی، افغان چارواکي وايي چې طالبانو ۱۹ کسان چې په کښي یو کاندید او څو د انتخاباتو کارکونکي هم شامل دي تښتولي دي.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسون یوه نطاق نن د جمعې په ورځ دا تایید کړه یو کاندید د لغمان په ولایت کې یرغمل نیول شوی دی. دغه راز د بادغیس په ولایت کې هم ۸ د انتخاباتو مسولین او ۱۰ د کمپاین کارکونکي تښتول شوي دي.

سباح د شنبې په ورځ په افغانستان کې پارلماني انتخابات کېږي، طالب یاغیانو تر دغه دمه درې کاندیدان او څو د کمپاین کارکونکي وژلي دي. دغې ډلې لکه څنګه چې د تیرکال د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې چې یې کړی و، بیا یې ګواښ کړی چې په ټول ملک کې به حملې وکړي ترڅو رای ورکونکي تهدید کړي.

د تاوتریخوالي د ګواښونو سره سره د افغانستان جمهور ریْس حامد کرزي د جمعې په ورځ د ټولو افغانانو نه وغوښتل چې د رایو مرکزونه ته دي ولاړ شي او خپلې رایې دي وکاروي.

د کابل په ښار کې سړکونه تر زیاته بریده خاموش ښکاري او پولیسو اضافي امنیتي پوستې پرانیستلي دي او ټول موټرې چې په ښار کې تګ راتګ کوي، تلاشي کېږي.

د افغانستان د پارلماني انتخاباتو دپاره دولکه پنځوس زره افغان قواووې ځای په ځای شوي دي چې د نړیوالو قواوو د خوا یې ملاتړ کېږي.

ددې برسیره د انتخاباتو چارواکو ویلی دي چې د ۶ زرو مراکزو نه به ۱۵ په سلو کې یې د انتخاباتو په ورځ د امنیتي ملحوظاتو په خاطر بند وي.

همداشان پرون د پنجشنبې په ورځ د آمریکا د دفاع وزیر رابرت ګیټس د افغانستان پر امنیتي قواوو باندي اطمینان څرګند کړ او وویل چې افغان امنیتي قواووې د دې قابلیت او یو جامع پلان لري چې د انتخاباتو د مراکزو امنیت تامین کړي.

د ناټو قواوو څو یاغیان چې پلان یې درلود د انتخاباتو په ورځ حملې وکړي، نیولي او وژلي دي.

د ولسي جرګې د ۲۴۹ څوکیو دپاره د ټول افغانستان نه ۲۵۰۰ کاندیدانو ځانونه کاندید کړي دي.

د افغانستان دپاره د ملګرو ملتونو خاص استاځي ستیفن دي میستورا دا تایید کړه چې د شنبې د ورځې پارلماني انتخابات به ۱۰۰ په ۱۰۰ کې کامل نه وي خو د جمهوري ریاست د انتخاباتو په پرتله به په کښي ښه والی تر سترګو شي.

دغه راز د افغانستان او پاکستان د پاره د آمریکا خاص استاځي ریچارد هولبروک نن د جمعې په ورځ په اسلام آباد کې خبریالانو ته وویل چې پارلماني انتخابات ښايي نواقص ولري ځکه دغه انتخابات د جګړې په وخت کې کېږي.

په یوې جلا پېښه کې د افغانستان په جنوب کې ناټو ویلي دي چې دوه سرتیري یې د یاغیانو په حمله کې وژل شوي دي. په دې باب نور تفصیلات نه دي ورکړل شوي.

XS
SM
MD
LG