د افغانستان د ۱۳۹۳ هجری لمریز کال د حمل یا وري پر۱۶ د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو لپاره د رايو ورکوونکو نوم لیکنه د جوزا له پنځمې نيټي راهيسي دهيواد دټولو ولاياتوپه ګډون په کندهارکې هم پيل شوې.
دم ګړۍ په کندهارکي دنوم لیکنې ۲ مرکزونه پرانيستل شوي او دجنوب په ۳ نورو ولایاتو هلمند،اروزګان اوزابل کې بیا یو یو مرکز موجود دی . خو د ډیرو خلګوپه خاص ډول د والسوالیو د خلګوغوښتنه دا ده چي دنوم لیکني مرکزونه دي دپراخ ګډون په هدف ډیر شي .
د ناتائید شویو شمېرو له مخې یوازي دکندهار دنفوذ کچه تردوه مليلونه اوړي چي په هیڅ صورت دنوم لیکنې دوه مرکزونه ورته کفایت نه کوي.
د دې ستونزي په جواب کې دټاکنو د خپلواک کميسیون ویاند نورمحمد نور وايي چي په مجموعي ډول غواړي تر راتلونکې يوې میاشتي پوري دټول هیواد په سطحه دثبت نام له ۴۱ مرکزونه څخه دغه شمېر ۴۴۱ ته پورته کړي.
که څه هم په دقیق ډول لانده معلومه چي په کندهارکې به په څومره کسان دنوم لیکني پدغه نوي بهیرکې ګډون کړی وي ، خوښاغلی نور وايي چي دټول افغانستان په کچه له ۶۳زره څخه زیاتوکسانو درايي ورکولو نوي کارتونه ترلاسه کړي چي ۱۳ زره يې ښځينه دي .
نو محمد نور وايي چې ،،دزمري دمیاشتي پرپنځمه نيټه به د کندهارپه هره ناحیه اوهره ولسوالۍ کې دنوم لیکنې يو يومرکز پرانیستل شي،، .
د ټاکنوخپلواک کمیسون وايي چي د پراخو ،آزادو او شفافو ټاکنو لپاره يي بشپړه چمتووالی نیولی دی خودخلګوپراخ ګډون پدي بهيرکي ترټولومهم اواساسي اصل ګڼل کيږي.
د کتونکو په باور د رای ورکولو لپاره دنوم لیکني دمرکزونو ډیروالی دخلګوپراخ ګډون هم تظمین کولای شي.
عزیزالله پوپل- کندهار