د لاس رسي وړ اتصالات

حکمتیار: د ولسي جرګې ټاکنې دې باطلې اعلان شي


د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، نن یکشنبې د ولسي جرګې انتخاباتو د پنځو نورو ولایتونو لومړنۍ پایلې اعلانوي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون ویاند ذبیح سادات د «لېندۍ پر۲۵مه» امریکا غږ ته وویل چې د دغه پنځو ولایتونو تخنیکي کارونه پای ته رسېدلي چې د کمېسیون تر پرېکړې وروسته به اعلان شي.

هغه زیاته کړه:"د ټاکنو خپلواک کمېسیون هڅه کوي تر څو نن هم د یو شمېر ولایتونو ابتدايي پایلې اعلان کړي، تخنیکي کارونه پای ته رسېدلي یوازې د کمېسیون پرېکړې ته اړتیا ده."

ښاغلي سادات زیاته کړه چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون هڅه کوي چې تر دوو درې ورځو د پاتې ولایتونو پایلې هم اعلان کړي.

نوموړي زیاته کړه چې د انتخباتي شکایتونو کمېسیون د پرېکړې پر اساس د کابل ولایت د تېرو پارلماني ټاکنو د ۱۸۲ مرکزونو د رایو شمېرل له سره پیل شوي چې د نن یکشنبې ورځې تر پای به پای ته ورسېږي، چې د روانې اونۍ په پای کې به د کابل لومړنۍ پایلې هم اعلان شي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون تر دامهاله د ولسي جرګې د تېرو انتخاباتو د ۲۵ ولایتونو لومړنۍ پایلې اعلان کړي دي.​د ولسي جرګې تېرې ټاکنې

پر همدې مهال یو شمېر سیاسي ګوندونه د ټاکنو کمېسیون لخوا د ولسي جرګې د تېرو ټاکنو د رایو شمېرلو کمزوری بهیر د «شرم وړ» بولي او دغه کمېسیون په خپل ماموریت کې په پاتلې راتلو تورنوي.

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د یکشنبې په ورځ په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې وویل چې د ولسي جرګې ټاکنو کې له پیله پراخ اداري فساد، رشوت او درغلۍ شوي دي.

نوموړي وویل چې یاد دې د بایو میټریک له لارې رای غوره وبلل شي او یادې د ولسي جرګې «مسخره ټاکنې» په بشپړه ډول لغوه اعلان شي.

هغه زیاته کړه چې د ولسي جرګې ټاکنې دي‌ یو ځل بیا د ولسمشرۍ له ټاکنو سره یو ځای تر سره شي.

ښاغلي حکمتیار وویل:" دوې میاشتې تېرې شوې، خو کمېسیون د دغو ټاکنو د لومړنیو پایلو په اعلانولو ونه توانېدی، درغلۍ په پراخه کچه روانې دي، د کمېسیون رهبري او ولایتي رئیسان په دغه درغلیو کې پراخ لاس لري."

د حزب اسلامي مشر ادعا وکړه چې د ټاکنو کمېسیون کمېشنرانو د ولسي جرګې ټاکنو کې له کاندیدانو څخه د کامیابېدو لپاره میلیونونه ډالر «رشوت» اخیستی او هغه کاندیدان چې ډېرې رای وړي وې یې ناکام کړي دي.

ښاغلي حکمتیار زیاته کړه چې یو شمېر لوړپوړي حکومتي چارواکي هم د ولسي جرګې ټاکنو په درغلیو کې لاس لري خو نوموړي د کوم چا نوم وانه خیست.

پر همدې مهال د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، دا ډول څرګندونې د دغه پروسې له پیل څخه تر دامهاله یوازې د دغه «ملي بهیر» د تخریبولو په هدف کېږي.

د غه کمېسیون د ولسي جرګې په تېرو ټاکنو کې د فساد په اړه د حزب اسلامي‌ د مشر ګلبدین حکمتیار څرګندونې رد وي او وايي، ټاکنو کې د فساد په اړه د دوی څرګندونې باید د عیني واقعیتونو له‌مخې وي.

د ټاکنو کمېسیون یوه ویاند ذبیح سادات امریکا غږ ته وویل چې د ولسي جرګې د تېرو ټاکنو په لومړنیو پایلو کې یوازې هغه کسان بریالي اعلان شوي چې ډېرې رایې وړي وې.

د ټاکنو کمېسیون تر دا مهاله د ۲۵ ولایتونو لومړنۍ پایلې اعلان کړي
د ټاکنو کمېسیون تر دا مهاله د ۲۵ ولایتونو لومړنۍ پایلې اعلان کړي

هغه وویل:" ښه به داوي دا رهبران چې دا ډول څرګندونې کوي، د دوی څرګندونې مستندي وي اسناد او شواهد وړاندې کړي، که چېرې د فساد په اړه کوم اسناد او شواهد دوی لري که هغه په هره سطحه څوک وه اوسېږي هغه به د قانون منګلو ته سپارل کېږي."

د ولسي جرګې ټاکنې د روان کال د مېزان میاشتې پر ۲۸مه نېټه تر سره شوې.

د افغانستان د ټاکنو کمېسیون د دغو ټاکنو د لومړنیو پایلو اعلانولو نېټه د « لړم ۱۹مه» ښودلې وه چې په انتخاباتو کې د یو شمېر درغلیو په اړه د شکایتنو تر ثبتېدو وروسته د ځینو ولایتونو د رایو له سره شمېرلو دغه بهیر وځنډوی.

XS
SM
MD
LG