د لاس رسي وړ اتصالات

امریکايي کارپوهه: یو شمېر مطرح افغان سیاستوال د انتخاباتو او ښه حکومت ملاتړ نکوي


امریکايي کارپوهه وانده فیلباب براون د بروکنز د څېړنیز مرکز غړې او د سیاسی علومو ډاکټره
امریکايي کارپوهه وانده فیلباب براون د بروکنز د څېړنیز مرکز غړې او د سیاسی علومو ډاکټره

ډاکټره واندا فیلباب وايی ".. هغه کسان چی په افغانستان کې د انتخاباتو د ځنډولو او لنډمهال حکومت لپاره غږ کوي، هغوی له ېو خوا په انتخاباتو باور نلري. او له بل پلوه په انتخاباتوکې خپل چانس هم نه ویني.

د بروکنگز په څیړنیزمرکز کې څه موده مخکې په افغانستان کې، د امریکا د پالیسۍ داینده په باب بحث د سټیفن هاډلی په وینا پیل شو، په دې بحث وشو چی راروان انتخابات او د موقت حکومت د نظرېې ملاتړ څوک کوي او څومره عملی دي. ددې بحث د پینل یوی غړې او د سیاسی علومو متخصصې ډاکټرې واندا فیلباب امریکا غږ آشنا تلیویزیون سره په دې اړه مرکه کړیده.

پوښتنه: انتخابات خودتیرو اتلسو کلونو په لاسته راوړنو کې تر ټولو مهمه لاسته راوړنه ده. که انتخابات ونشی، نو دافغانستان حکومت د سولی په روانو مذاکراتو کې خپل مشروعیت څنگه ساتلی شي؟

د انـتــخابــاتــو ملاتــړ
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:24 0:00

وانده فیلباب براون د بروکنگز د څیړنیز مرکزغړې وویل: .. زه له دی سره ډیره موافقه یمه چی انتخابات او د قدرت بدلون په افغانستان کې په ډیرو مهمو لاسته راوړنو کې شمیرل کېږی؛ داهم څرگنده ده چې د افغانستان زښت ډیر خلک انتخابات غواړي. هغوی غواړوی په دې توگه له خپلو مشرانو سره حساب او کتاب وکړي.

وانده فیلباب براون زیاته کړله چې د افغانسان پارلماني انتخاباتو وښودله چی زښت ډیر خلک غواړی په رایو کې برخه واخلی. د افغاانستان د امنیتی حآلاتو په نظرکې نیولو سره د رایو حوزوته د زیات شمیر خلکو ورتلل ډیرد ستاینی وړ کار و ا و دا له خپلو انتخاباتوسره د هغوی ډیره علاقه څرگندوي.

د بروکنگز د څیړنیز مرکزغړې وايي: .. خوله دې ټولوسره سره حکومت د جولای انتخاباتوته چمتو ندی؛ کوشش ېې وکړ، خودلتهدا پوښتنه ډیره مهمه ده چی اېا انتخاباتو ته به دمشروع انتخاباتو په سترگه وکتل شی او که به د تخنیکی ستونزو او لاسوهنونه ډکو انتخابات وبلل شي."

د بروکنگز څیړنیز مرکزی غړې واندا فیلباب وویل یقینا ددې مثالونه ډیر دي چی دافغانستان حکومت د اساسی قانون له ټاکلی مودی نه وروسته هم د یو څومیاشتو لپاره حکومت ته دوام ورکړیدی. مخکی له دېنه چی نوي حکومت ته د انتخباتو دکمیسیون له خوانه مشروعیت ورکړل شي.

پوښتنه : ستاسی په نظر په دې برخه کې نړۍ واله ټولنه په تیره ا مریکا دافغانستان له حکومت سره د انتخاباتو اړوند ستونزو په اواروولو کې مرسته کولی شي؟

وانده فیلباب براون ، د بروکنگز د څیړنیز مرکزغړې وايي: . هو ! نړۍ واله ټولنه دانتخاباتو په دایرولو کې مرسته کولی شي، خو اوس ډیر مسایل دافغانستان په حکومت او د افغانستان په سیاسیونو پورې اړه لري. دا په یاد ولرئ چی د افغانستان دمخالفو سیاستوالو له خوانه زښت ډیر فشار اچول شویدی او د انتخاباتو د نه دایرولو لپاره ډیر غږونه کیږی. په دې کې پخوانی ولسمشر کرزی هم دا غږ کوي چی پکارده انتخاباتو وځنډیږي او موقت حکومت جوړ شي.

واندا فیلباب وايی په داسی حال کې چی نړۍ واله ټولنه دانتخاباتو لپاره خپل ترجیحات څرگندولی شی، خو داهم څرگنده ده چی په زور ېې تحمیل کولی نشی چی انتخابات دی خامخا وشي.

د سیاسی علومو له ډاکټرې وانده نه وروستۍ پوښتنه دا وه چې دانتخاباتو دځنډولو لپاره غږونه د هرچا چی وي دتیرو اتلسو کلونو مهمه لاسته راوړنه یعنی دافغانستان انتخابات، ولسي جرگه او د مشرانو جرگه تخریبولی شي. د موقت حکومت غږونه هم معمولا پخوانی سیاستوال او چارواکی کوي، ظاهره ده چی هغوی په لنډ مهال حکومت کې خپلې شخصی گټی لټوي.

د افغانستان یوشمیر سیاستوال چې دمسکو په غونډه کې ېې گډون وکړ
د افغانستان یوشمیر سیاستوال چې دمسکو په غونډه کې ېې گډون وکړ

د بروکنگز د څیړنیز مرکزغړې وانده فیلباب براون وویل: . ستا خبره بالکل سمه ده چی یوشمیر کسان چی د انتخاباتو دځنډولو او لنډمهال حکومت لپاره غږ کوي، هغوی ددی لپاره دا کار کوي چې له یوې خوانه په انتخاباتو باور نلري. او حتی خپل چانس هم په انتخاباوکې نه وینی؛ او یا داچی د خپلو هغو پېسو بهیر تقویه کوي چې دوی ته ددې په مقابل کې ورکول کېږي چې دانتخاباتو ملاتړ ونکړي."

وانده فیلباب زیاتوي دا په افغانستان کې یوه بنیادي ستونزه ده چی له تیرو اتلسو کلونو راهیسې د نورو ستونزو ترڅنگ موجوده ده.هغه دا چی دافغانستان مطرح اونخبه سیاسی افراد د انتخاباتو او ښې حکومت داری ملاتړ نه کوي.

واندا فیلباب وايی هغوی ددې په عوض چې د انتخاباتو او ښې حکومت ادارۍ د پراخو گټو ملاتړوکړي، دخپلو، شخصي گټو، او محدود سیمه ئیز سیاست په گټو ا و مسایلو کې ځان مصروف ساتي.

XS
SM
MD
LG