د لاس رسي وړ اتصالات

د ولسمشرۍ د کاندیدانو نوم لیکنه پیل شوه


د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو لپاره د کاندیدانو نوم لیکنه د دوشنبې په ورځ رسماً پیل شوه .د ولسمشرۍ د کاندیدانو دپاره نوم لیکنه د ټاکنو د خپلواک کمیسیون په مرکزي دفتر او د ولایتي شورا ګانو لپاره نوم لیکنه د ولایتي شورا ګانو په دفاترو کې پيل شوه .

د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمیسیون ویاند نور محمد نور وویل دا لړۍ چې ډیره ښه روانه ده شل ورځې به دوام ولري او د افغانستان د قوانینو په اساس هر هغه کس چې غواړي ځان د دغو پستونو لپاره کاندید کړي د ټاکنو خپلواک کمیسیون به ورته لازمي اسانتیاوې برابرې کړي.

نور محمد نور د معلومات پاڼو یا فورمونو په هکله داسي وویل ،، نن په ۳۴ ولایتونو کې د ولایتي شورا ګانو لپاره ۸۶۸ معلومات پاڼې ورکړل شوې چې ۶۷ دغه معلومات پاڼې میرمنو تر لاسه کړي دي.


نورمحمد نور وايي چې د ولسمشری لپاره ۲۹ تنو معلومات پاڼې تر لاسه کړي دي. د ټاکنو کمیسیون به هڅه وکړي چې د ټاکنو قوانین او اساسي قانون ټول اصول په پام کې وساتي او پر کاندیدانو باندې به یې تطبیقوي.

په عین حال کې د ټاکنو د کمیسیون ویاند وایي تر دې دمه نږدې یو ملیون او ۳ لکه وګړو د رای ورکونې کارتونه تر لاسه کړي دي چې ۳۶۰۰۰۰ تنه یې میرمنې دي او د رایو ورکونکو ۲۸ په سلو کې تشکیلوي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي د میزان تر پنځمې وروسته چې د رایو ورکونکو د نوم ثبتونې لړۍ پای ته رسیږي ، سیار ټیمونه به جوړ کړي چې د افغانستان په لویو کلیوو او بانډو کې د ۴۵ ورځو لپاره هغه میرمنو ته کارتونه ورکړي چې تر هغه مهاله یې د ستونزو له امله کارټونه نه وي تر لاسه کړي. د ټاکنو کمیسیون وایي د ښځو د ګډون لپاره به پراخې هڅې وکړي.

د ټاکنو د کمیسیون ویاند زیاته کړه چې د ولسمشرۍ کاندیدان باید د خپلو معاونینو سره یو ځای خپل نومونه ثبت کړي. هغه داسي وویل،، د ولسمشرۍ د نوماندانو لپاره ځانګړی میکانیزم جوړ شوی چې د اساسي قانون له رویه د ولسمشرۍ هر کاندید باید له خپلو دوو تنو مرستیالانو سره راشي او د یو ټیم په حیث نومونه ثبت کړي. د ولسمشرۍ د کاندید او دواړه مرستیالانو لپاره یې عین شرایط په پام کې نیول شوي دي د ټاکنو کمیسیون به دا لړۍ د قانون له رویه تنظیموي.،،

څوک کیدای شي ولسمشرۍ ته ځان کاندید کړي؟

د افغانستان د اساسي قانون پر مبنا د ولسمشرۍ لپاره کاندید باید ۴۰ کلنۍ ته رسیدلی وي ، افغان وي ، جرمي سابقه ونه لري او د ټاکنو د قانون پر اساس باید چی سل زره تنه طرفداران ولري او د ضمانت په توګه یو ملیون افغانۍ د ټاکنو له کمیسیون سره جمع کړي چې که بریالی شو یا یې د معتبرو رایو لس فیصده تر لاسه کړه نو دا پيسې به بیرته ورکول کیږي .

دا کاندیدان باید په غټو ولایتونو کې ۶۰۰ ملاتړي او په وړو ولایتونو کې تر ۳۰۰ پوريملاتړي له ځان سره ولري.

د ولایتي شورا ګانو لپاره کاندیدان باید شل زره افغانۍ د تضمین په توګه له کمیسیون سره کیږدي خو د دوشنبې په مازدیګر تر ۴ بجو پوري چې د کاندیدانو د نوم لیکنې لپاره رسمي وخت ټاکل شوی و د ولسمشرۍ لپاره هیڅ کاندید هم د نوم ثبتونې لپاره د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته نه و ورغلی.

همدا رنګه د ټاکنو د شکایتونو د اوریدو خپلواک کمیسیون لپاره هم د دوشنبې په ورځ پنځه تنه غړي وټاکل شول.ریدا عظیمي، عبدالستار سعادت ، عزیز الله آریافر ، بیغمبر ګل دوغن او نادر محسني د ټاکنو د شکایتونو د اوریدو د نوي کمیسیون غړي دي .

په عین حال کې د افغانستان د ولسمشر دوهم مرستیال کریم خلیلي د کورنیو او سرحدونو د چارو وزیران د دوشنبې په ورځ د باور د رایې د تر لاسه کولو لپاره ولسي جرګې ته وروپیژندل. همدغه راز د اساسي قانون د څار د کمیټې لپاره دوه تنه کاندیدان او د سترې محکمې د عالي شورا د غړیتوب لپاره دوه کاندیدان هم ولسي جرګې ته وروپیژندل شول.

دا کاندیدان به په راتلونکو ورځو کې شورا ته خپل پروګرامونه وړاندې کوي او د باور یا نه باور رایې به تر لاسه کړي.
  • 16x9 Image

    بهارت صابر

    بهارت صابر له ٢٠١٠ کال راهیسې په کابل کې د امریکا غږ سره د خبریالې په حیث کار کوي. بهارت صابر د بي بي سي او په افغانستان کې د نورو تلویزوني، راډیويي او چاپي رسنیو سره هم د کار تجربه لري.
XS
SM
MD
LG