د لاس رسي وړ اتصالات

د لویې پکتیا قومي مشرانو د انتخاباتو لپاره حرکت پیل کړی


د لويې پکتيا قومي مشرانو يو حرکت پيل کړی او وايي، چې پښتانه سره يو کوي او د انتخاباتو د خپلواک کمېسيون د هغه خبرو ځواب وايي، چې له مخې يې په ناامنه سيمو کې د رايې مرکزونه نه جوړوي.

د لويې پکتيا يو شمېر قومي مشرانو د ولسي جرګې د پخواني غړي او قومي مشر بادشاه خان ځدراڼ په مشرۍ نن په خوست کې په يوه مطبوعاتي کنفرانس کې د انتخاباتو د خپلواک کمېسيون د مشر له هغو څرګندونو سره مخالفت اعلان کړ، چې له مخې يې په راتلونکو ټاکنو کې په ناامنه سيمو کې د رايې مرکزونه نه جوړوي.

بادشاه خان ځدراڼ وويل، چې د افغانستان په هيڅ برخه او په ځانګړي ډول د پښتنو د سيمو په يوه برخه کې هم امنيتي وضعيت دومره ندی خراب، چې هلته د رايو د مرکزونو ساتنه ونشي.

هغه زياته کړه، چې که په راتلونکو ټاکنو کې د پښتنو په ټولو سيمو کې د رايې مرکزونه نه جوړېږي، نو هدف دا دی، چې پښتنو ته خپل حقوق نه ورکول کېږي. ،،مشکل په انتخاباتو کې راغلی دی. يوه تعجبه خبره دا ده، چې د انتخاباتو کمېسيون وايي، په هغه ځای کې، چې امن نه وي، هلته دې ټاکنې نه کېږي. دغه دا معنی لري، چې بيا د پښتنو په اکثريت سيمو کې انتخابات نه کېږي او بيا پښتنو ته حق نه ورکول کېږي،،.

هغه ټينګار کاوه، چې که په راتلونکو ټاکنو کې د پښتنو په ټولو سيمو کې د رايې مرکزونه جوړ نه شي، نو له انتخاباتو سره پرېکون اعلانوي. ،،اوس نوې تذکرې ورکوي، ډېرو خلکو مخکې تذکرې اخيستې دي، نو ايا اوس نوې تذکرې اخيستی شي او له غرونو راښکته کيدای شي؟ د دغو تذکرو څخه دې کار واخلي. دا تر اوسه چا منلې او تاييد کړې هم نه دي. دا يوازې د انتخاباتو د کمېسيون خبره ده، دا چې څومره روانه شوې ده، دا د پښتنو د سيمو لپاره روانه ده،،.

همدارنګه نورو قومي مشرانو هم د انتخاباتو د خپلواک کمېسيون د دې پرېکړې په اړه، چې په راتلونکو ټاکنو کې د برېښنايي تذکرو څخه کار اخيستل کېږي، وويل، ستونزمنه ده، چې په ټولو سيمو کې دا کار وشي.

خو د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسيون وياند نورمحمد نور وايي، چې د هېواد ټولو سيمو ته مساوي او د نفوسو مطابق د رايې مرکزونه جوړوي. ،،موږ د انتخاباتو لپاره بشپړ تياری نيولی دی. په درست افغانستان کې مو شاوخوا ۷ زره مرکزونه مشخص کړي دي. په هيڅ ډول، موږ له چاسره تبعيض نه کوو او نه چا ته اجازه ورکوو، چې له کوم فرد او له کومې ډلې سره تبعيض وشي. هر هغه څوک، چې اتلس کلن وي او د رايې کارت تر لاسه کړي، هغوی ته به دا فرصت ورکول کېږي، چې په دې پروسه کې ونډه واخلي او بالاخره خپله رايه وکاروي او خپل راتلونکی غوره کړي،،.

قومي مشران وايي، چې له دې ټولو يې هدف دا دی، چې پښتانه سره يو شي او دې حرکت ته د پښتنو تر ټولو ولايتونو پورې پراختيا ورکوي.

د خوست د ولايتي شورا غړی او قومي مشر داودشاه مکين زوی په دې باور دی، چې که په دې برخه کې له ريښينولۍ کار واخيستل شي، نو هيله لري، چې د پښتنو يووالی به يې ثمره وي. ،،هغه مشران، چې نن ورځ په کورونو کې غلي پاتې دي، هغوی ته لازمه ده، چې راووځي، ځکه په دې وخت کې دوی بايد رول ادا کړي او هغه حقوق، چې زموږ حق دی، د هغو لپاره کمپاين وکړو،،.

د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم په خوست کې د يوې بلې غونډې په ترڅ کې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون له هغې پرېکړې سره مخالفت اعلان شوی و، چې له مخې يې په ناامنه سيمو کې د رايې مرکزونه نه جوړوي.

ابراهیم رحیمي- خوست
XS
SM
MD
LG