د لاس رسي وړ اتصالات

صدیقي: په دې میاشتې کې به د انتخاباتو د امنیت ډاډ ورکړو


د کورنیو چارو وزارت وايی د روانې میاشتې تر نیمايی به د انتخاباتو د مراکزو د امنیت په هکله د ټاکنو کمیسیون ته ډاډ ورکړي .

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایی د راتلونکې میاشتې تر ۱۵ پورې به د انتخاباتو د مراکزو د امنیت ساتنی په باب د تاکنو خپلواک کمیسیون ته ډاډ ورکړي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وايي د ټاکنو امنیت ساتنه د پولیسو په کاري لومړیتوبونو کې ده . هغه داسي وایي " موږ د ټاکنو د امنیت ساتنی پر پروګرام په کلکه کار کوو او د کنر ولایت د چپی دري ولسوالې چې د مخالفینو له لاسه راکښل شوې ده د ټاکنو لپاره د امنیت ساتني د پروګرام یوه برخه ده موږ په دې برخه کې کومه اندیښنه نه لرو او د جدي تر ۱۵ به د مراکزو د امنیت ساتنې په اړند د ټآکنو خپلواک کمیسیون سره خپل راپور شریک کړو ."

د کورنیو چارو وزارت وايي لا تر اوسه هم د ۲۰۰ مرکزونو امنیت ساتنه د دوي لپآره غټه اندیښڼه ده او دوي به هڅه کوي چې تر راتلونکو څلورو میاشتو پوري د دغه مرکزونو امنیت هم تامین کړي.

په ټول افغانستان کې ۷۰۰۰ مرکزونه د رایې ورکولو لپاره جوړ دي.

د افغانستان د ۲۰۱۴ کال انتخاباتو ته په خورا مهمه سترګه کتل کېږي ځکه په دې کال کې د سیاسي انتقال ترڅنګ نظامي انتقال هم بشپړ کېږي او په افغانستان کې د ناټو محاربوي ماموریت پای ته رسېږي. د ۲۰۱۴ کال په انتخاباتو کې د رای ورکونکو امنیت او د رای د مرکزونو امنیت ډیر مهم ګنل کېږي.
XS
SM
MD
LG