د لاس رسي وړ اتصالات

د جمهوري ریاست د کمپاینونو لومړی ورځ


د افغانستان د جمهوري ریاست کاندیدانو خپل کاري پروګرامونه افغانانو ته وړاندي کړل او د
ډیریو نوماندانو لومړیتوبونه د امنیت ساتنه ، د ګاوندیو هیوادونو سره د ښو اړیکې ساتل او د افغانانو د ژوندانه ښه والی دی.

د کمپاینونو په دغه لړۍ کي ډاکتر عبدالله عبدالله ، ډاکټر اشرف غني احمد زي ، محمد نادر نعیم ، قیوم کرزي ، ګل آغا شیرزی، هدایت امین ارسلا او عبدالرب رسول سیاف ، په بیلا بیلو غونډو کې خپل پروګرامونه افغانانو ته وړاندي کړل.

د دغه نوماندانو په ویناوو کې ډیر نږدې والې او ورته والې لیدل کیده. نږدی ټولو د افغانانو د ژوندانه ښه والی، هغوي ته د روغتیایی، روزنیزو ، او تحصیلي خدماتو وړاندي کول خپل لومړیتوبونه وګڼل.


ډاکټر عبدالله: د ګاونډیو سره به د دوه اړخیز احترام پربنسټ روابط پالو

ډاکتر عبدالله عبدالله چي ټاکنیز شعار یې اصلاحات او همپالي ده وايي چې د کور دننه لومړیتوبونو تر څنګ به د ګاونډیانو سره دوه اړخیزه او د متقابل احترام پر بنسټ روابط پالي او د بهرني سیاست ستنې به یې د خپل هیواد په ملي ګټو ولاړې وي .ښاغلي عبدالله داسي وویل ،،د ګاونډیانو سره د متعادلو او د هیواد پر ملي ګټو ولاړ روابطو ساتل چي د داسې اړیکو ساتل به موږ سره په خپل هیواد کې د امن په راوستو کې غټه مرسته وکړي او په خارجي سیاست کي به د افغانستان ملي ګټو ساتل مونږ ته تر ټولو مهمې مسلې وی . د ملي ګټو د ساتلو دپاره د ایجاب کوي چې موږ د نړیوالې ټولنې سره ښې او پراخې اړیکې ولرو.،،

د دې تر څنګ ډاکتر عبدالله د افغانستان او امریکا تر منځ د امنیتي تړون لاسلیک تر ټولو اهمه خبره وګنله ځکه وايي نن یې هیواد په داسې یو موقف کې ولاړ دی چې نړیوالو مرستو او اړیکو ته سخته اړتیا لري

نو ځکه خو لازمي ده چي دا تړون دی ژر لاسلیک شي.

اشرف غني: زیاته توجه به مي ځوانانو ته وي

ډاکټر اشرف غني احمد زی چې تحول او تداوم یې خپل ټاکنیز شعار ټاکلی هم د خپل کمپاین په ترڅ کې وویل چې د دې تر څنګ چې وايي د افغانانو د ژوند د سطحې لوړولو لپآره پراخ پروګرامونه لري، دا هم وايي چې تر ټولو زیاته توجه به یې د هیواد ځوانې طبقې ته وي ځکه د هغه په وینا دا ځوانان د راتلونکي افغانستان جوړونکي دي.

ډاکټر اشرف غني وايي چې د ځوانانو تر څنګ د ښځود ژوندانه ښه والی هم له پامه نه غورځوي بلکې وايي د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي خبیثه کړې به له منځه یوسي.

ډاکټر اشرف غنی هم د امنیتی تړون پر لاسلیک تینګار وکړ او ویې ویل چې د خپل هیواد د ساتنې لپاره به د ملي اردو او ځواکونو پیاوړتیا ته سخته پاملرنه وکړي او کوښښ به کوي چي د مشروع قوې انحصار د دولت په لاس کې وی او د دغه قوې استعمال به د دولتي بنسټونوله خوا کیږي. ډاکټر احمدزي داسي وویل: ،، ملي اردو د وطن د دفاع او د سرحداتو ساتندوی دی او ملي پولیس د قانون د حفاظت مسول دي. ژمنه مو داده چې په اوله ورځ به د مسلح قواوو اعلا سر قوماندانی جوړوو او هر (۸) ساعته به امنیتی اوضاع ولسمشر او مرستیالان کنترولوی. په چارو کي به ظوابطو ته تر روابطو لومړیتوب ورکوو .،،

په همدي حال کې د کمپاین د پیل په لومړی ورځ عبدالرب رسول سیاف هم په پغمان کې په خپل کور کې د خپلو پلویانو سره لیده کاته وکړل او د دې تر څنګ ښآغلي قیوم کرزي هم د یکشنبې په ورځ خپل انتخاباتي کمپاین پیل کړ .

قیوم کرزی چي ټاکنیز شعار یې تداوم او اصلاح ده وايي چې په ټآکنو کې د بریالیتوب په صورت کې به د سولي هلې ځلې ژر تر ژره پیل کړي. ښاغلي کرزي داسي وویل: ،، زموږ د حکومت پالیسي به د ګاونډیو، منطقې او نړی سره روابط د یوه فعاله او پرمختللي اقتصاد په چوکات کی تنظیم شي . موږ غواړو افغانستان د پر مختللي اقتصاد په چوکات کې د منطقي ، مرکزی اسیا او زموږ د همسایګانو لپاره د تجارت او کارو بار پیل شي موږ شک نه لرو چی داسي یو اقتصادی تحرک به د ټولو هیوادونو مناسبات او د ولسونو تر منځ پر امنیت او سوله مثبت تاثیر ونلري.،،

عام افغانان څه وايي؟

ننی کمپاین کونکو په هیواد کی د اداري فساد شتون تر ټولو سځته غمیزه وبلله او ژمنه یې وکړه چي د دغې پدیدې په له منځه وړلو کي به زیاتې هڅې وکړي او د دې تر څنګ له نړیوالو او ګاونډیانو سره د ښو اړیکو ساتل یی هم خپل د لومړیتوبونو په سر کې یاد کړل.

خو عام افغانان څومره ډاډه دي چې د نوماندانو نننی شوې ژمنی به عملي بنه غوره کړي ؟
د نورستان نه راغلی مولوی عبدالقدوس داسي وايي :،، زه کابل ته راغلی یم چې د دوی کمپاین وګورم او امید لرم چې دوي په خپلو وعدو ودریږي. باید دوی د افغانستان د ملت په خواست او په خپلو برنامو کي صادق واوسي.،،

بهار بیا وايي ډاډه ده چې د خوښې نوماند به یی د هغه هیلې سر ته ورسوي. هغه داسي وايي ،،
۹۹ په سلو کې باوري یم چې زما د خوښي نوماند به بریالی کیږي او زموږ هیلی به پر ځای کوي.،،


د ولسمشرۍ د نوماندانو کمپاینونه چي له پرون شپې ۱۲ بجو نه پیل شوي دي ۶۰ ورځې به وغځیږي ولسمشر کرزي د دغه کمپاینونو د پیل هرکلي کړی دی.

خو د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون خبرداری ورکړی چې نوماندان دي د دولتی موقف او امکاناتو نه د خپلو کمپاینو لپاره کار نه اخلي.
  • 16x9 Image

    بهارت صابر

    بهارت صابر له ٢٠١٠ کال راهیسې په کابل کې د امریکا غږ سره د خبریالې په حیث کار کوي. بهارت صابر د بي بي سي او په افغانستان کې د نورو تلویزوني، راډیويي او چاپي رسنیو سره هم د کار تجربه لري.
XS
SM
MD
LG