د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د ټاکنو د دوهم پړاو بلاگ په ژوندۍ بڼه

۱۱:۲۶ ۲۴.۳.۱۳۹۳
په کندز کې د امریکا غږ خبریال ګل رحیم نیازمن وايي چې د انتخاباتو د کمیسیون چارواکو ورته ویلي دي چې ټول ۲۱۹ مرکزونه فعال دي. خو هغه دا خبره هم کړې ده چې دوه مرکزونه نورو سیمو ته انتقال شوي دي.
۱۱:۲۱ ۲۴.۳.۱۳۹۳
د نورستان د ولایت د انتخاباتو د کمیسیون مشر مولوي ریس وايي چې د وانت وایګل په ولسوالۍ کې درې مرکزونه او د نورګرام په ولسوالۍ کې یو مرکز بند دي. هغه وايي چې په نورستان کې ۳۳ مرکزونه فعاله دي
۱۱:۱۹ ۲۴.۳.۱۳۹۳
د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک وايي چې په ولایت کې یې د رایېو د ۹۵ مرکزونو نه ۱۱ یې، چې په ولسوالیو کې دي، بند دي.
هغه وايي چې په پاته ۸۴ مرکزونو کې د رایې اچونې پروسه په ښه توګه روانه ده.
۱۱:۰۷ ۲۴.۳.۱۳۹۳
د کندهار نه د امریکا غږ خبریال عزیزالله پوپل وايي چې د کندهار ښار د زرغونې انا په لیسې کې د خلګو د زیات حضور له کبله د رایېو پانې مخ په خلاصیدو دي. د کمیسیون چارواکي وايي چې مرکز ته یې ګزارش ورکړي چې نورې پانې ورولیږي. دوی وايي چې دغه ستونزه به حل کړي.

نور پورته کول

XS
SM
MD
LG