د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د ټاکنو د دوهم پړاو بلاگ په ژوندۍ بڼه

۱۲:۰۱ ۲۴.۳.۱۳۹۳
د کابل د هودخیلو د سیمې خلګو، د انتخاباتو د کمیسیون مرکزي دفتر ته نږدې، د کابل جلال آباد لاره بنده کړې ده. دوی شکایت لري چې په سیمې کې د رایېو پاڼې خلاصي شوي دي.
۱۱:۵۳ ۲۴.۳.۱۳۹۳
د هرات په ولایت کې چارواکي وايي چې په یو شمیر مرکزونو کې د رایې اچونې پاڼې خلاصي شوي دي. سید وحید قتالي د هرات د ولایتي شورا رئیس وویل چې د دوی د معلوماتو په بنسټ د کهدستان، جبرییل او برامان په سیمې کې د رایې اچونې د یو شمیر محلونو رایې خلاصي شويدي. هغه ویلي دي چې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ته یې دا خبره کړې ده.
۱۱:۴۸ ۲۴.۳.۱۳۹۳
د بلخ د ولایت د انتخاباتو د کمیسیون رئیس وايي چې د چمتال په ولسوالۍ کې یو مرکز د دې لپاره بند دی چې مرکز ته نږدې ماینونه ښخ شوي دي.
۱۱:۴۶ ۲۴.۳.۱۳۹۳
د بلخ د ولایت د انتخاباتو د کمیسیون رئیس عزت الله ارمان وايي چې د دغه ولایت د دهدادي د ولسوالۍ د رایې اچونې په یو محل کې یې د انتخاباتو د کمیسیون یو کارکونکی د تقلب په تور نیولی دی.

نور پورته کول

XS
SM
MD
LG