د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د ټاکنو د دوهم پړاو بلاگ په ژوندۍ بڼه

۱۲:۴۳ ۲۴.۳.۱۳۹۳
د زابل د امنیې قوماندان غلام سخي روغ لیونی وايي چې د اټغر او شمولزو په ولسوالیو کې طالبانو خال خال بریدونه کړي وو. خو هغه وايي چې اوس وضعیت ښه دی او خلګ د زابل د ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د رایې اچونې پروسه ښه روانه ده. په زابل کې د رایې اچونې ۴۶ مرکزونه پرانیستي دي.
۱۲:۲۱ ۲۴.۳.۱۳۹۳
د ډایکنډي د ولایت یو شمیر رایې ورکونکي وايي چې د یو شمیر کسانو لخوا، چې په موټر سایکل سپاره وو، د ولسمشرۍ د کاندید عبدالله عبدالله او د هغه د دوهم مرستیال محمد محقق عکسونه خلګو ته توزیع کیدل.
د ډایکنډي د مرکز نیلي یو اوسیدونکي رضا واحیدي امریکا غږ ته ویلي دي چې په نیلي او یو شمیر نورو سیمو کې رایې ورکونکو ته ویل شوي دي چې ډاکټر عبدالله عبدالله ته رایې ورکړي.
۱۲:۱۲ ۲۴.۳.۱۳۹۳
د مدني ټولنې یو تن ناظر، حشمت الله امریکاغږ اشنا راډیو ته ویلي دي چې د سردار کابلي، پکتیا کوټ او یکه توت په لیسو کې د رایې اچونې پاڼې کمې شويدي.
۱۲:۰۸ ۲۴.۳.۱۳۹۳
د هرات اوسیدونکی حاجي عبدالحکیم چې ۷۲ کلن دی خپله رایه استعمال کړه. هغه وویل چې غواړي خپل راتلونکی زعیم انتخاب کړي. حاجي عبدالحکیم وايي چې په انتخاب کې د شرکت په کولو سره غواړي په افغانستان کې سوله راشي.

نور پورته کول

XS
SM
MD
LG