۱۳:۱۰
۲۴.۳.۱۳۹۳
د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون ویاند نور محمد نور وايي چې که د مازدیګر د څلورو بجو ورسته خلګ د رایې اچونې د مرکز مخې ته په کتار کې ولاړ وي او د رایېو ورکولو فرصت یې نه وي پيدا کړی، نو کمیسیون به د رایې اچونې وخت یو ساعت بل هم وغځوي.
۱۳:۰۷
۲۴.۳.۱۳۹۳
د کندهار په ښار کې د رایې اچونې بهیر
۱۲:۴۹
۲۴.۳.۱۳۹۳
د بلخ د ولایت یوه اوسیدونکې حدیثه اکبري وايي چې د نوي ولسمشر نه غواړي چې د ښځو د وضعیت د ښه کیدو او د ښځو د حقوقو د تامین لپاره کار وکړي.
۱۲:۴۵
۲۴.۳.۱۳۹۳
د انتخاباتو د شکایتونو د کمیسیون ویاند نادر محسني ویلي دي چې د افغانستان د بیلابیلو ځایونو نهتر اوسه ۲۴ شکایتونه ورته رسیدلي دي.