د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د ټاکنو د دوهم پړاو بلاگ په ژوندۍ بڼه

۱۳:۳۶ ۲۴.۳.۱۳۹۳
د کندز په ولایت کې د انتخاباتو د ساحوي دفتر رئیس امریکا غږ ته وویل چې د کندز د ښار د رایې اچونې په یو مرکز کې یو ماینونه ایښودل شوی وو. خو هغه وايي چې د ماینونو د چاودلو نه مخکې یې د مرکز نه د انتخاباتو مواد انتقال کړي وو او چاودنې دغو موادو ته تاوان نه دی رسولی.
۱۳:۳۲ ۲۴.۳.۱۳۹۳
دغه معلول د جلال آباد د بي بي عایشې د لیسې د رایې ورکولو په مرکز کې رایه ورکړه.
۱۳:۱۸ ۲۴.۳.۱۳۹۳
د پکتيا امنيې قوماندان مل پاسوال زلمي اورياخېل امريکاغږ ته وويل، چې نن تر غرمې پورې د مرکز ګردېز اړوند د ابراهيم خېلو په سميه کې يو شمېر توغندي لګيدلي دي.
هغه زياته کړه، چې په دې بريدونو کې يوازې يو ملکي سړی ټپي شوی او نور هيڅ ډول زيان او د ټاکنو پر بهير منفي اغېز نلري.
۱۳:۱۶ ۲۴.۳.۱۳۹۳
د خوست په سرحدي سيمه بابرک تاڼه کې د رايې اچونې يوه مرکز ته نږدې پر يوه کور دوه راکټونه لګيدلي، چې له امله يې پنځه ماشومان، چې عمرونه يې تر لس کلنۍ کښته وو، ځای پرځای وژل شوي. په پيښې کې ۱۴ کسان ټپیان شوي دي.
د بابرک ټانې د کوچيانو يو تن قومي مشر رمضان کوچي امريکا غږ ته وويل، چې دغه راکټونه نن له غرمې مخکې په لسو بجو د څو دقيقو په فاصلې سره د چرګوټي په کلي کې پر يوه کور ولګېدل.

نور پورته کول

XS
SM
MD
LG