د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د ټاکنو د دوهم پړاو بلاگ په ژوندۍ بڼه

۱۴:۱۵ ۲۴.۳.۱۳۹۳
د جلال آباد په ښار کې د پنځو کسانو د زخمي کیدو ورسته مظاهره شوې ده. مظاهره چیان، چې د اشرف غني احمدزي ملاټرکوونکي دي، ادعا کوي چې د ولسي جرګې د غړي انجنیر عبدالغفار قایل ساتونکو په ډزو کې دغه پنځه تنه زخمیان کړي دي.
۱۴:۱۱ ۲۴.۳.۱۳۹۳
د ظفر ۲۰۷ قول اردو قوماندان تاج محمد مجاهد وايي چې د هرات د ولایت د شنډنډ، ادرسکن او ګلران په ولسوالیو کې د ماینونو چاودنې شوي دي. هغه ویلي دي چې په اسلام قلعه کې د ماین په چاودنې کې یو سرحدي پولیس سخت ټپي شوی دی.
ښاغلي مجاهد دا خبره هم وکړه چې په بادغیس، غور او فراه کې هم یو شمیر چاودنې شوي چې تلفات یې نه درلودل.
۱۳:۵۱ ۲۴.۳.۱۳۹۳
د انتخاباتو د شکایتونو د کمیسیون ویاند نادر محسني وايي چې تر اوسه ورته ۷۷ شکایتونه رسیدلي دي. هغه وايي چې په کابل او ولایتونو کې ۲۴ شکایتونه ورته په رسمي او کتبي بڼې رسیدلي دي. ښاغلي محسني زیاته کړې ده چې د پاتې ۵۳ نورو شکایتونه په اړه ورته د ټلفون له لارې ویل شوي دي.
۱۳:۴۰ ۲۴.۳.۱۳۹۳
د ننګرهار والي مولوي عطا الله لودین د رایه ورکولو په مهال

نور پورته کول

XS
SM
MD
LG