۱۴:۴۸
۲۴.۳.۱۳۹۳
د افغانستان د انتخاباتو د شفافیت بنسټ چې د ټیفا په نامه پیژندل کیږي وايي چې د رایې اچونې ۹۷ فیصده مرکزونه، په هغه ځایونو کې چې پلان شوي وو، خلاص وو. تیفا وايي چې په ډیری ولایاتو کې یې د نظارت پروسه د سهار په ۶ بجو پیل کړې وه.
۱۴:۴۰
۲۴.۳.۱۳۹۳
د انتخاباتو د شکایتونو د کمیسیون ویاند نادر محسني وايي چې د کمیسیون سره یې درج شوي ۷۷ شکایتونه د انتخاباتو د پاڼو د خلاصیدو، د حکومتي مامورینو د مدالخې او د یو شمیر کسانو لخوا د رایې اچونې په پروسې کې خنډونه شامل دي.
۱۴:۳۸
۲۴.۳.۱۳۹۳
په جوزجان کې چارواکي وايي چې د قوش تپه او درزآب په ولسوالیو کې د رایې اچونې پنځه مرکزونه بند وو او د خواجه دوکوه، خانقاه او فیض آباد په ولسوالیو کې بیا درې مرکزونه بند وو. د جوزجان د پولیسو مشر وايي چې دغه مرکزونه په سیمې کې د وسله والو د حضور او تهدید له کبله بند وو.
۱۴:۳۳
۲۴.۳.۱۳۹۳
د کورنیو چارو وزارت وايي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې یې ۷۲ طالبان وژلي دي. په هغه خبرپانې کې چې د کورنیو چارو د وزارت لخوا خپره شوې ده ویل شوي دي چې دغه وسله وال د جوزجان، لوګر، هلمند، میدان وردګ او نورستان په ولایتونو کې وژل شوي دي. په خبرپانې کې دا هم راغلي دي چې ۷۵ نور طالبان ټپیان شوي او لس تنه نیول شوي هم دي.