د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د ټاکنو د دوهم پړاو بلاگ په ژوندۍ بڼه

۱۵:۰۷ ۲۴.۳.۱۳۹۳
د فاریاب اوسیدونکي وايي چې د دوو ډلو ترمنځ په نښتو کې یو کس وژل شوی دی.
۱۵:۰۲ ۲۴.۳.۱۳۹۳
د کندهار ښار له دریمې امنیتي حوزې سره نږدې یوې شخصي ودانۍ ته برید کونکي داخل شوي.
د امریکا غږ خبریال عزیزالله پوپل په خپل راپور کې وايي چې په سیمه کي کله ، کله د ‌ډزو اوازونه واوریدل شي او امنیتي سرتیرو سیمه محاصره کړې ده.
۱۴:۵۹ ۲۴.۳.۱۳۹۳
د نورستان والي حافظ عبدالقیوم د پارون د ښار په یو مرکز کې د رایه اچونې په مهال.
۱۴:۵۳ ۲۴.۳.۱۳۹۳
د ګرشک د ولسوالۍ د پوليسو قومندان د یوه مشخص کاندید په ګټه کار کوي او د انتخاباتو کميسیون يې په اړه مقاماتو ته شکایت کړی.
د هلمند د انتخاباتو د کميسیون رئیس قدرت الله نقشبندي امریکاغږ ته وويل چي د ولسوالۍ د پوليسو قومندان د ډاکتر عبدالله د ولایتي دفتر مشر معلم میرولي زوی دی.
د ولسمشر د فرمان او نافذه قوانینو له مخې هیڅ دولتي مقام نشي کولای چي د چا په ګټه یا زیان له خپل موقف څخه کار واخلي او د سرغړونکو سره به قانوني چلند کیږي.

نور پورته کول

XS
SM
MD
LG