د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د ټاکنو د دوهم پړاو بلاگ په ژوندۍ بڼه

۱۵:۳۴ ۲۴.۳.۱۳۹۳
د خوست د ټاکنو کمېسيون د عامه پوهاوي مسوول صاحب الدين ځدراڼ امريکاغږ ته وويل، چې د دوی د معلوماتو له مخې په نننيو انتخاباتو کې تر اوسه د ښځو ونډه ښه ده.
۱۵:۳۱ ۲۴.۳.۱۳۹۳
د معلوماتو له مخې په خوست کې تقريباً د رايې اچونې په ټولو مرکزونو کې رای پاڼې خلاصې شوې دي.
يو شمېر خلکو له امريکاغږ سره په خبرو کې وويل، چې تر اوسه يې رايې ندي کارولې. دوی وويل، کله چې له غرمې وروسته د رای ورکونې مرکزونو ته راغلل، نو ګوري، چې رای پاڼې خلاصې شوې دي. د خوست د ټاکنو د ولايتي دفتر مشر محمد شفيق وفا امريکاغږ ته وويل، چې په ټولو مرکزونو کې رای پاڼې ندي خلاصې شوې، خو تقريباً په خلاصېدو دي. هغه زياته کړه، يو شمېر رای پاڼې، چې په دفتر کې يې ساتلې وې، هغه يې يو شمېر مرکزونو ته لېږلي، خو نورې رای پاڼې نلري، چې مرکزونو ته يې ورسوي.
۱۵:۲۷ ۲۴.۳.۱۳۹۳
د پکتيکا د ټاکنو د ولايتي دفتر مشر ذبيح الله وګړي امريکاغږ ته وويل، د دې ولايت په يو شمېر ولسواليو کې، چې رای پاڼې خلاصې شوې وې، نورې يې ورته لېږلي، خو له يو شمېر ولسواليو سره هيڅ ډول رابطه نلري.
هغه زياته کړه، ګومل، زيړوک، وړممئ او وزيخوا هغه ولسوالۍ دي، چې انتخاباتي مواد ورته د هوا له لارې انتقال شوي، خو اوس ترې خبر نلري، چې حالات په ډول وضعيت کې دي.
ذبيح وګړي وويل، چې په يادو شويو ولسواليو کې يې خپلو ساحوي ناظمانو ته د سټلايټ تليفونونه هم ورکړي، خو له ډېرو هڅو سره، سره بيا هم له هغوی رابطه نه ټينګېږي.
۱۵:۱۷ ۲۴.۳.۱۳۹۳
دلغمان والي سيدفضل الله مجددى د رایه ورکولو په مهال:

نور پورته کول

XS
SM
MD
LG