۰۹:۴۵
۲۵.۳.۱۳۹۳
د ولسمشرۍ د ټاکنو په دوهم پړاو کې د اچول شوو رایېو شمیرل روان دي، لومړني رسمي نتایج به د جولاۍ تر دوهمې نیټې اعلان شي. #VOAAFElect14
— VOA Afghanistan (@VOAPashto) ۲۵.۳.۱۳۹۳
۱۰:۱۸
۲۵.۳.۱۳۹۳
دپکتيکا امنيه قوماندان نبي جان ملاخېل امريکاغږ ته وويل، له دريو ولسواليو يوسف خېل، مېټاخان او اومنې رایې پاڼې مرکزته رسیدلي #VOAAFElect14
— VOA Afghanistan (@VOAPashto) ۲۵.۳.۱۳۹۳
۱۰:۲۸
۲۵.۳.۱۳۹۳
په کندهار، زابل، هلمند او اروزګان کې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون ولایتي مسولین وايي چې په دغو ولایتونو کې د رایېو شمیرل پای ته رسیدلي. د کمیسیون مسولین وايي چې د نږدې ولسوالیو نه د رایېو د صندوقونو انتقال بشپړ شوی. دوی وايي چې د لېري پرتو مرکزونو نه به نن، یکشنبه، د ورځې په جریان کې د کمیسیون ولایتي مرکزونو ته انتقال شي.
۱۰:۳۷
۲۵.۳.۱۳۹۳
د افغانستان د دفاع وزارت وايي چې د انتخاباتو په تړاو ۵۰۶ امنیتي پیښې شوي دي. د دفاع وزارت وايي چې په دغو پيښو کې ۲۳۱ یې د ماین پیښې وي او ۲۷۳ یې بیا هجومي بریدونه او انداختونه وو. دغه وزارت وايي چې په پیښو کې یو ځانمرګي برید هم شامل دی.