د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د ټاکنو د دوهم پړاو بلاگ په ژوندۍ بڼه

۱۰:۵۸ ۲۵.۳.۱۳۹۳
د اروزګان د دهراود په والسوالۍ کي د رایېو د انتقال پر موټر چاودنه شوې. د اروزګان د انتخاباتو د ولایتي دفتر مشر عبدالحمید شریفي امریکاغږ ته وويل چي په پېښه کي د انتخاباتو د کميسیون یو کارونکی وژل شوی او بل تن يې ټپي دي. چارواکي وايي چې د چاودنې په نتیجه کې، د دریېو مرکزونو رايېو ته زیان اوښتی.
پېښه د شنبې په ماخوستن هغه مهال وشوه چي په رایېو بار موټر د ولایتي مرکز پر لوري د تګ په حال کي و. ښاغلي شریفي وايي چي د انتخاباتو یوتن ناظر هم په پېښه کي ټپي شوی.
۱۱:۱۷ ۲۵.۳.۱۳۹۳
د غور د انتخاباتو د کمیسیون رئیس فضل الله جلالي وايي چې د فیروزکوه د ښار د ۱۵ مرکزونو رایې د کمیسیون ولایتي دفتر ته انتقال شوي او نوري رایې به هم د یکشنبې تر ماښامه انتقال شي.
۱۱:۲۶ ۲۵.۳.۱۳۹۳
دغور د انتخاباتو د کمیسیون رئیس فضل الله جلالي وايي چې احتمال یې شته چې د تولک، تیوره او ساغر د ولسوالیو د رایېو صندوقونه به څو ورځې ونیسي چې د غور د انتخاباتو مرکزي دفتر ته انتقال شي. هغه وايي چې ناامني او د لارو مشکلات د دغه ځند سبب ګرځي.

نور پورته کول

XS
SM
MD
LG