د لاس رسي وړ اتصالات

انتخاباتو دپاره د رایو ورکونکو لیست نهايي شوی


د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وایي، چې د میزان شپږمې ورځې انتخاباتو ته پوره چمتو والی لري او د جمهوري ریاست انتخاباتو لپاره یې د رای ورکونکو لست، د رای ورکولو د مرکزونو او محلاتو شمیر ځانګړې کړي دي.

د دغه کمیسیون مشرې حوا علم نورستانۍ د یکشنبې په روځ په یوه علني جلسه کې خبریالانو ته وویل، چې په پام کې ده د جمهوري ریاست انتخابات په ۵۳۷۳ مرکزونو او ۲۹ زره او ۵۸۶ محلونو کې ترسره شي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي، چې په پام کې وه د انتخاباتو پر ورځ ۵۳۸۳ مرکزونه او شاوخوا دیرش زره محلونه پرانیستي وای، خو لا هم نا امني د انتخاباتو پر وړاندې یوه ستونزه ده.

د روان کال میزان میاشتې په شپږمه نیټه د جمهوري ریاست ټاکنې ترسره کیږي
د روان کال میزان میاشتې په شپږمه نیټه د جمهوري ریاست ټاکنې ترسره کیږي

کمیسیون وایي، چې د تقویتي نوملیکنې پر مهال د امنیتي ستونزو له امله ۱۹ مرکزونه تړلي پاتې شول، خو دوې وروسته وتوانیدل چې په غزني ولایت کې پنځه او په یو شمیر ولسوالیو کې څلور مرکزونه پرانیزي.

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وایي، چې دوې د انتخاباتو ورځې لپاره د څه باندې ۹.۶ میلیون رای ورکونکو نوملړ برابر کړی دی.

خو له انتخاباتو څخه د څار یو شمیر بنسټونه بیا دغو شمیرو ته د شک په سترګه ګوري او وایي، چې په دغه اندازه نوملیکنه نه ده ترسره شوې.

د روان کال میزان میاشتې په شپږمه نیټه د جمهوري ریاست ټاکنې ترسره کیږي.د دغو ټاکنو لپاره د افغانستان حکومت ۱۴۹ میلیون ډالره بودیجه تصویب کړې، چې ۹۰ میلیونه یې د حکومت او پاتې برخه یې د نړیوالې ټولنې لخوا تمویلیږي.

XS
SM
MD
LG