د لاس رسي وړ اتصالات

وروستیو واورو او ورښتونو، کابل په تیارو کې ډوب کړی


په کابل کې د وروستیو سختو واورو له کبله د کابل ښار ډېرو سیمو ته برېښنا پرې شوې ده
په کابل کې د وروستیو سختو واورو له کبله د کابل ښار ډېرو سیمو ته برېښنا پرې شوې ده

په کابل کې د وروستیو سختو واورو له کبله د کابل ښار ډېرو سیمو ته برېښنا پرې شوې ده.

د برېښنا شرکت چارواکي وايي په دغه لړ کې د ۳۰۰ میګاواټه برېښنا د رسېدو بهیر زیانمن شو، چې بیرته رغول یې شاوخوا یوه میاشت ونیسي.

اخوا د صنعتکارانو اتحادیه وايي د برېښنا نشتوالي ورته سخت زیان اړولی او یو شمېر فابریکې یې په ټپه درېدلي دي.

وروستيو واورو د افغانستان په ځینو ولایتونو کې زیات شمېر کورونه ونړول او ډیر انسانان یی مړه کړل، چې له کبله یې د دریو ورځو ملي ویر هم اعلان شو، خو پر ځاني تلفاتو سربېره یې د کابل نژدې ټول ښار په تیارو کې ډوب کړی دی.

دسالنګ په سیمه کې له تاجکستان څخه د وارداتي برېښنا مزي پرې شوي او کابل ته د برېښنا د رسېدو بهیر په ټپه درېدلی دی.

د افغانستان د برېښنا شرکت وايي د واورو د ښویېدو له کبله کابل ته د راتلوونکې برېښنا شپږ پايې نړېدلي دي چې له کبله یې د ۳۰۰ میګاواټه برېښنا د رسېدو بهیر درېدلی دی.

د برېښنا شرکت ویاند وحیدالله توحیدي وايي "زموږ کارمندانو وکړای شول چی د یوې پايي بنسټ پاک کړي او د دوو نورو په پاکولو بوخت دي چی شاوخوا ۱۲ متره وارورو لاندې کړي دي. د اوس لپاره موږ داسې پلان کړ، چې د پایو تر جوړېدو پورې چي شاید تر یوې میاشتې وخت ونیسي موقتي پايي ودرو چي دا کار ۸۰ فیصده امکان لري، ددغو پایو په وسیله به موږ ۱۷۰ میګاواټه برېښنا کابل ته را انتقال کړو او ۱۵۰ میګاواټه به هم د سروبي او نغلو نه دلته را انتقالوو چې دغه مشکل حل شي."

په همدی حال کې د صنعتکارانو د اتحادیې مشر شیرباز کمین زاده وايي چې د برېښنا نشتوالي زیانمن کړي دي.

ښاغلي کمین زاده وویل " په دغو څلورو شپو کې چې برېښنا نشته موږ سخت زیانمن شوي دي، شاوخوا ۱۱زره کورنۍ د همدغو پارکونو له برکته د ژوند شپې او ورځې سبا کوي. د کابل اکثر غذایي توکي او هرڅه حتی د روغتونونو آکسیجن چې موږ به په دغو کارخانو کې تولېدول دا هر څه په ټپه دریدلي دي، موږ اوبه هم نلرو. "

ډیری کارپوهان د برېښنا پر شرکت نیوکه کوي چې د وارداتي برېښنا د مزو او پایو د خوندي ساتلو لپآره هیڅ لازمي تدابیر نلري.

په همدی حال کې کمین زاده وايي د برېښنا شرکت چارواکو ورسره ژمنه کړې چې د نغلو بند نه تر لاسه کېدونکې برېښنا به صنعتي پارکونو او روغتونونو ته وروسوي.

  • 16x9 Image

    بهارت صابر

    بهارت صابر له ٢٠١٠ کال راهیسې په کابل کې د امریکا غږ سره د خبریالې په حیث کار کوي. بهارت صابر د بي بي سي او په افغانستان کې د نورو تلویزوني، راډیويي او چاپي رسنیو سره هم د کار تجربه لري.
XS
SM
MD
LG