د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د لمریزې برېښنا د تولید هڅې


د برېښنا شرکت وايي چې په افغانستان کې له اوبو او سون توکو څخه د برېښنا د تولید په پرتله د لمریزې برېښنا تولید ته ډیره زمینه برابره ده او له همدې امله یې له یو عربي شرکت سره د لمر له وړانګو څخه د برېښنا د ترلاسه کولو تړون لاسلیک کړی دی.

د برېښنا شرکت په یو بیان کې ویلي چې په افغانستان کې دښتو او ګرمو سیمو ته په پاملرنې دغه هېواد د لمریزې برېښنا ښه ظرفیتونه لري او کولی شي چې له دې لارې د خپلې برېښنا اړتیاوې پوره کړي.

په بیان کې راغلي: "د دغې پروژې عملي کول به د څه باندې ۳۰۰۰ میګاواټه برېښنا د تولید سبب شي چې په افغانستان کې به د برېښنا ستونزې حل کړي او له بلې خوا به د کار د زمینې برابرولو او په هوا کې د ککړتیا کمولو لامل شي".

په عین حال کې د برېښنا شرکت ویاند وحیدالله توحیدي امریکا غږ ته وویل ټاکل شوې چې دغه عربي شرکت په لومړي پړاو کې د افغانستان په مختلفو سیمو کې د پانګونې لپاره خپلې ارزونې پیل کړي.

ښاغلي توحیدي زیاته کړه: "په ټوله کې افغانستان ۳۰۰ لمریزې ورځې لري چې (په دې پروژه کې) خپلې مثبتې اغیزې لري. دا د افغانستان د اقتصادي سکتور لپاره یو مثبت ګام دی".

د افغانستان د اوبو او برېښنا وزارت د ۱۳۹۷ کال په مرغومي کې د ۲۰۰۰ میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید یوه بسته اعلان کړې وه. دغه وزارت ویلي چې له دې لارې به افغانستان ته شاوخوا دوه میلیارد ډالر پانګونه جذب شي.

افغانستان په اوس وخت کې ۱۶۰۰ میګاواټه برېښنا ته اړتیا لري. په افغانستان کې د موجودې برېښنا ۷۰ سلنه له ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ایران څخه واردېږي او ۳۰ سلنه یې له کورنیو سرچینو څخه ترلاسه کېږي.

XS
SM
MD
LG