د لاس رسي وړ اتصالات

بامیانو ته د برېښنا د انتقال د پروژې تړون وشو


چارواکي وايي د دې پروژې په عملي کیدو به د افغانستان ټولو مرکزي ولایتونو ته د برېښنا رسولو زمینه برابره شي
چارواکي وايي د دې پروژې په عملي کیدو به د افغانستان ټولو مرکزي ولایتونو ته د برېښنا رسولو زمینه برابره شي

د ترکمنستان د ۵۰۰ کیلو ولټ وارداتي برېښنا د مسیر د بدلون پر سر له ناندریو وروسته، د یکشنبې په ورځ د افغان ولسمشر په حضور کې د افغانستان د برېښنا شرکت او د آسیا پرمختیايي بانک مسؤولینو د بغلان ولایت له دوشي ولسوالۍ څخه بامیان ولایت ته د ۳۰۰ میګاواټه برېښنا د لیږد پروژې تړون په ارګ کې لاسلیک کړ.

د تړون له مخې به په یو نیم کال کې د ۲۲۰ کیلو ولټ برېښنا په ظرفیت ۳۰۰ میګاواټه برېښنا د افغانستان مرکزي ولایتونو ته ورسول شي.

د افغانستان د اوبو او برېښنا وزیر علي‌احمد عثماني وویل"د برېښنا د ویشلو لپاره د ۳۲ میګاواټ امپیر یو سبستیشن او د ۲۰ کیلو ولټ برېښنا د ویش د یوې شبکې جوړول په پام کې نیول شوي، چې په لومړي پړاو کې ۲۰زره کورنیو ته برېښنا ورکړي. د برېښنا اندازه دومره ده، چې نه یوازې کورنۍ ترې ګټه اخیستلی شي بلکې متوسطې او کوچنۍ کارخانې هم په کافي اندازه ترې ګټه اخیستلی شي."

د اوبو او برېښنا وزیر زیاته کړه، چې د دې پروژې په عملي کیدو به د افغانستان ټولو مرکزي ولایتونو ته د برېښنا رسولو زمینه برابره شي.

د افغانستان د برېښنا شرکت رئیس قدرت‌الله دلاوري د دغه تړون د لاسلیکولو پر مهال وویل، چې بامیانو ته د برېښنا د لیږد لپاره لومړنۍ سروې ترسره شوې او په دغه ولایت کې یې د ملایانو، کاریز او شیبرتو سیمې د نوي سبستیشن جوړولو لپاره غوره کړي دي.

هغه وویل "لومړنۍ ارزونې د ملایانو سیمه د بامیانو د نوي سبستیشن د ساختمان لپاره تر ټولو مناسبه سیمه ښيي، خو په دې اړه به وروستۍ پریکړه، د فیشنر مشورتي شرکت او د ولایت د چارواکو له تائید او د سیمې د حقیقي ملکیت له تثبیت وروسته د اسد میاشتې تر ۲۵مې نیټې چې د ۲۰۱۶ کال د اګست له ۱۵مې نېټې سره برابریږي، وشي."

ټاکل شوې چې دا پروژه د روان کال د اکتوبر میاشتې په ۱۵مه نېټه داوطلبۍ ته وړاندې شي او د ۲۰۱۸ کال تر نیمايي پورې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د آسیا پرمختیايي بانک رئیس توماس پنیلا، چې د دغې پروژې اصلي تمیلوونکی دی وویل، چمتو دی چې بامیانو ته د برېښنا د لیږدولو پروژې لپاره بودیجه برابره کړي.

لا تر اوسه معلومه نه ده چې دغه پروژه څومره مالي لګښت ته اړتیا لري، خو د آسیا پرمختیايي بانک د بغلان ولایت له دوشي ولسوالۍ څخه تر بامیان ولایت پورې د ۶۰۰ کیلومتره برېښنا مزي د غځولو لګښت په غاړه اخیستی دی.

خو له بلې خوا د روشنايي غورځنګ، چې د بامیانو له لارې افغانستان ته د ترکمنستان د ۵۰۰ کیلو ولټ برېښنا د لیږدولو غوښتونکي دي، وايي د افغان دولت دا اقدام ورته د منلو نه دی.

بامیانو ته د برېښنا رسولو دا تړون په داسې حال کې شوی، چې له دې مخکې ګن شمير هزاره توکمو مشرانو اوسیاستوالو ټینګار درلود چې د ترکمنستان د ۵۰۰ کیلوولټه برېښنا پروژه د سالنګ پر ځای د بامیانو له لارې تطبیق شي.

خو افغان حکومت ویلي وو، چې د پروژې پرېکړه پخواني حکومت کړې او اوس یې بدلول ډېرې پېسې او وخت غواړي.

XS
SM
MD
LG