د لاس رسي وړ اتصالات

په نوي ډهلي کې د افغانستان سفارت وتړل شو


په هند کې د افغانستان د سفارت له خوا په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د یو شمیر ننګونو له امله په نوي ډهلي کې د افغانستان سفارت په دایمي ډول تړل شوی دی.

دغه سفارت د جمعې په ورځ نومبر۲۴ (لیندۍ درییمه) په یوه اعلامیه کې چې د سفارت له خوا د ایکس په ټولنیزه شبکه کې خپره شوې ویلي چې دا پریکړه د روان ۲۰۲۳ کال د سپټمبر د ۳۰ ورځې د لنډې مودې لپاره د سفارت د تړلو د اقدام په تعقیب شوې ده.

دغه سفارت ویلي چې د سپټمبر میاشت کې د لنډې مودې لپاره د سفارت د تړلو پر مهال هیله دا وه چې دا به د هند د حکومت په دریځ کې د مطلوب بدلون سبب شي او سفارت به په عادي ډول خپل ماموریت ته دوام ورکړي.

په دې اعلامیه کې ویل شوي: "متاسفانه د اتو اونیو د انتظار سره سره دپلوماتانو ته د ویزو تمدید او د هند د حکومت په چلند کې د بدلون اهداف ترلاسه نشو. د سفارت د کنټرول لپاره د طالبانو او د هند دولت دوامداره فشارونو ته په پاملرنې سفارت د یو ډیر سخت انتخاب سره مخ شو".

دغه سفارت ویلي چې په هند کې د افغانستان د استازولۍ د تړلو او کوربه هیواد ته ددغې استازولۍ د ساتلو د واک لیږد اوس مهال د دغه هیواد په ګټه دی.

په اعلامیه کې ویل شوي چې د "افغانستان د جمهوري رژیم" دپلوماتانو دا استازولي یوازې د هند حکومت ته سپارلې ده او اوس دا د هند د حکومت پورې اړه لري چې ددغه ماموریت د راتلونکی په اړه پریکړه وکړي، چې ایا سفارت تړلی ساتي او یا د طالبانو د حکومت دپلوماتانو ته د سفارت د سپارلو په کډون کوم بل انتخاب په پام کې نیسي".

د سفارت په اعلامیه کې ویل شوي: "د افغانستان د اسلامي جمهوریت د دپلوماتانو مسوولیت رسمآ پای ته رسیدلی دی. په هند کې د جمهوريت ماموریت د افغانستان د جمهوریت پای ته رسیدل ښيي".

دغه سفارت ویلي چې په تیرو دوو کلنو او دریو میاشتو کې په هند کې میشت افغانان له دغه هیواد څخه د پناه غوښتوونکو، زده کوونکو او سوداګرو په شمیر کې د پام وړ کموالي شاهدان وو.

په اعلامیه کې ویل شوي چې دا شمیر د ۲۰۲۱ کال د اګست راهیسې نیمايي ته راټیټ شوی دی، په داسې حال کې چې په دې موده کې ډیرې محدودې ویزې صادرې شوي دي.

په دغه اعلامیه کې ویل شوي: "مونږ د افغانستان ټولنې ته ډاډ ورکوو چې دا ماموریت په شفافیت، ځواب ویلو او په عادلانه چلند باندې په ژمنې سره د ښه نیت په احساس او د افغانستان ګټو ته په پاملرنې هند سره تاریخي او دواړخیزو اړیکو ته په پاملرنې ترسره کړی دی".

دغه سفارت ویلي چې طالبانو ته د منسوبو دپلوماتانو د حضور او کار د توجیه لپاره د جمهوریت د دپلوماتانو د بدنامولو او د هغوی د دپلوماتیکو هڅو مخنیوی شوی دی.

دغه سفارت ویلي چې د هند د حکومت څخه یې غوښتي چې د افغانستان د دپلوماتیکي استازولۍ شتمني، بانکي حسابونه، نقلیه وسایط او ۵۰۰ زره ډالر د سفارت په حساب کې وساتي.

دغه سفارت ویلي چې د هند حکومت باید د افغانستان د سفارت پر ودانۍ ددغه هیواد درې رنګه بیرغ رپولو ته دوام ورکړي او د سفارت شتمني او مالونه دې دغې مسلې ته په پاملرنې چې یو ځواب ویوونکي او قانوني حکومت چې د افغانستان د خلکو له خوا انتخاب شي تر جوړیدو خوندي کړي.

په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال د اګست د میاشتې د سیاسي بدلون وروسته د روان ۲۰۲۳ کال د سپټمبر د میاشتې تر وروستیو په نوي ډهلي کې د دغه هیواد سفارت د پخواني جمهور رئیس محمد اشرف غني د حکومت له خوا د ګمارل شویو دپلوماتانو له خوا اداره کیده.

هند د نړۍ د نورو هیوادونو په څیر د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی، خو په کابل کې یې خپل سفارت پرانیستی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG