د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د معلولینو کرکټ ټیم انگلستان ته هم ماتې ورکړه


په انگلستان کې روان د پینځو هیوادونو د معلولینو د کرکټ لوبغاړو په ټورنامنټ کې د افغانستان دریمه سیالي د کوربه ټیم انگلستان سره وه . انگلستان اول توپ وهنه وکړه او په شلو اورونو کې افغانستان ته د ١٦٠ منډو هدف ورکړ.

د انگلستان له لوري زیات منډې فلاین وکړې. چې شپږ دیرش وې. افغانستان له لوري په توپ اچونه کې محسن زیاتې وکټې واخیستې او د انگلستان درې لوبغاړي ېې وسوزول.افغانستان دغه هدف ١٦ اورونو کې د درې لوبغاوړو په سوزیدو پوره کړ او دې بري سره افغانستان د دې لوبو دویم راونډ ته ووت.

د افغانستان له لوري احمدزي ناسوزیدلي پنځوسیزه وکړه .کریمي او مندوزي هم غوره لوبه وکړه.

دې ټورنامنټ کې د افغانستان نه علاوه پاکستان ،هند ،بنگله دیش او انگلستان هم لوبیږي. افغانستان په خپله لومړۍ سیالۍ کې بنگله دیش ته او دویمه کې پاکستان ته ماتې ورکړې وه. تراوسه شوو لوبو کې هند انگلستان او بنگله دیش ته ماتې ورکړې. انگلستان بیا له پاکستانه گټلې. پاکستان او بنگله دیش یوه سیالي هم لا نه ده گټلې.

په دویم پړاو کې به څلورم مقام د پینځم سره لوبیږی. دویم به د دریم سره او بیا به د دوي نه گټلی ټیم د لومړي مقام سره فاینل کوي.د فاینل نه وروسته به د څلور ټیمونو د غوره لوبغاړو نه جوړ ټیم د کوربه انگلستان سره یوه دوستانه سیالي هم کوي

د یادونې وړ ده چې دې سفر کې د افغانستان د معلولینو د کرکټ ټیم سره د امریکا غږ اشنا مرسته هم مل ده.

XS
SM
MD
LG