د فراه ولاېت ځايي چارواکي وايي چې طالبانو ددغه ولایت د پرچمن له ولسوالۍ نه ۱۵ ملکي کسان تښتولي دي. د فراه ولاېت قومندان محمد روشندل دامرېکا غږ خبرېال ته په ټېلېفون کې ووېل چې دغه کسان د پنجشنبی په ورځ ما ښام له دولت سره د همکارۍ په تور وتښتول شول.
امنیې قوماندان روشندل وايي چې د جمعې په ورځ طالبانو ددغوکسانو له جملې نه له دوه کسانو نه سرونه پرې کړېدي.
تراوسه پورې د پاتی دېارلس کسانو برخلېک لا نه دی معلوم.
رپوټ وايي د فراه په ولاېت کې دتېرې ېوې مېاشتې راهېسی دا پېښه دملکېانو دتښتولو درېمه پېښه ده.