د لاس رسي وړ اتصالات

طالب جنګیالي د فراه ښار ته نږدې شوي


د فراه د ولایتي شورا مشر وايي چې د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د ښار په اوله حوزه کې جنګ روان دی
د فراه د ولایتي شورا مشر وايي چې د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د ښار په اوله حوزه کې جنګ روان دی

په فراه کې چاروکي وايي طالبانو خورا پرمختګ کړی او د ښار دروازې ته رسېدلي دي، خو افغان ځواکونه هڅه کوي، چې په شا یې وتنبوي.

د فراه د والي مرستیال یونس رسولي امریکا غږ اشنا ته وویل چې امنیتي ځواکونه د ولایت په اولې حوزې کې له طالبانو سره په سخت جنګ اخته دي.

ښاغلي رسولي وویل چې طالبان د فراه ولایت د خاک سفید، بالابلوک، بکواه، پشت رود او ګلستان ولسوالیو څخه راټول شوي او جنګیږي،همدغه راز د ده په خبره د هلمند، بادغیس، غور او نیمروزو ولایتونو څخه هم طالبان ورغلي چې د په فراه کې د خپلو جګړه مارانو ملا وتړي.

نوموړي وویل چې یو شمېر بې ځایه شوي کورنۍ یې با امنه سیمو او هرات ولایت ته استولي دي.

اخوا، د فراه د ولایتي شورا مشر فرید بختور وايي چې د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د اولې حوزې په برنتوت سیمه کې سخت جنګ روان دی. ښاغلي بختور وویل چېشاوخوا ۲۰۰ طالبان له افغان ځواکونو سره په جنګ دي او هڅه کوي چې ښار ته ننوځي.

نوموړي وویل د دغه جنګ مشري د ۲۰۷ ظفر قول اردو قومندان کوي، خو خبرداری یې ورکړ که د مرستې لپاره نور افغان ځواکونه ور ونه رسیږي، شاید طالبان نور پرمختګ هم وکړي.

په فراه کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ له شاوخوا لسو ورځو راهیسې جنګ روان دی.

XS
SM
MD
LG