د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د کرکټ‌ نړیوال جام خپله لومړۍ لوبه سکاتلنډ سره کوي


افغانستان په دوه تمریناتي لوبو کې یوه ګټلې او یوه یې بایللې.
افغانستان په دوه تمریناتي لوبو کې یوه ګټلې او یوه یې بایللې.

د کرکټ د نړیوالې شورا د شل اوریز نړیوال جام په دویم پړاو کې د دویم ګروپ دویمه لوبه د افغانستان او سکاتلنډ د لوبډلو تر منځ نن دوشنبه اکټوبر ۲۶ (لړم۳) د شارجې په لوبغالې کې کیږي.

افغانستان د کرکټ د نړیوالې شورا بشپړ غړی او سکاتلنډ د دویمې درجې یا اسوشیټ غړیتوب لري. لوبه د افغانستان په وخت د ماښام په ۷ بجو پیل کیږي.

دا د روان نړیوال جام په سیالیو کې د افغانستان لومړنۍ ګروپي لوبه ده.

د افغانستان سره په دې ګروپ کې د سکاټلنیډ تر څنګ هند، پاکستان، نیوزلینډ او نمیبیا لوبډلې شاملې دي.

افغانستان تر دې وړاندې هم د سکاتلنډ سره په نړیوال جام کې مخامخ شوی او د نړیوال جام یوازینۍ ګټل شوې لوبه یې هم د سکاتلنډ سره وه. افغانستان دا لوبه د ۲۰۱۵ کال د یو ورځنیو لوبو د نړیوال جام په سیالیو کې له سکاتلنډ څخه ګټلې وه.

د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم کپتان محمد نبي تیره ورځ په متحده عربي اماراتو کې د کرکټ په شل اوریز نړیوال جام کی د سکاتلنډ خلاف د خپلې لومړۍ سیالۍ نه مخکې خبري کانفرانس ته وویل چې دوی ټولو سیالیو ته یو شان تیاری نیولی او د هر ټیم سره به د هغې د قوت په اندازه مقابله کوي.

افغانستان د سکاتلنډ سره شپږ د شلو شلو اورونو لوبې کړي او ټولې افغانستان ګټلي دي خو دا ځل سکاتلنډ د نړیوال جام په لومړني پړاو کې خپلې درې واړه لوبه وګټلې او تر ټولو ستر بری یې د بنګله دیش په خلاف و چې د کرکټ د نړیوالې شورا بشپړ غړیتوب لري.

د افغانستان د لوبډلې ډیره اتکا په دریو ورو توپ اچونکو (محمد نبي، راشد خان او مجیب الرحمان) ده. د سکاتلند لوبډلې هم منلې چې د نړۍ په کچه د افغانستان دا درې ورو توپ اچونکو یو ګواښ دی خو وایي چې لوبډلې پدې کار کړی چې ځنګه برعکس فشار پدې درې افغان لوبغاړو واچول شي.

د روانو شل اوریزو لوبو په لومړي پړاو کې سکاتلنډ درې واړه لوبې په عمان کې کړې او دا یې لومړی ځل دی چې د شارجې په لوبغالې کې لوبه کوي.

XS
SM
MD
LG