د لاس رسي وړ اتصالات

د کرکټ په نړیوال جام کې د افغانستان لومړنۍ لوبه


د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د را روان شل اوریز نړیوال جام په سیالیو کې خپله لومړنۍ تمریناتي لوبه نن د عمان لوبډلې سره کوي.

د افغانستان لوبډله دوه تمریناتي لوبې لري چې دویمه یې جمعه مې ۳۱ مه د سکاټلنډ د لوبډلې سره ده.

دا دواړه لوبې د ټریناډاډ او ټوبیګو په مرکز پورټ اف سپین کې کیږي. د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ټول لوبغاړي په ویسټ انډیز کې دي او د شل اوریز نړیوال جام لپاره یې تمرینات پيل کړیدي.

دا ځل نړیوال جام ته تقریباً اکثریت انتخاب شوي لوبغاړي ځوانان دي او د افغان لوبغاړو اوسط عمر ۲۵ کاله ښودل شوی.

صدیق الله اتل چې کیڼ لاسی توپ وهونکی دی د عمان لوبډلې سره د تمریناتي لوبې څخه وړاندې د فرانس پریس خبري اژانس سره په مرکې کې وویل چې پخوا که د افغانستان لوبډلې کومې لوبډلې ته ماتې ورکوله، د افغانستان بری به (اپسیټ) یا د وړې لوبډلې لخوا د غټې لوبډلې ماتول بلل کیدل خو اتل وایي چې "نور د اپسیټ ټکی په قاموس کې نشته او افغان لوبډله په هغو لوبډلو کې ده چې ډیره تمه ترې کیږي".

بل ځوان لوبغاړي ننګیالي خروټي چې ایله شل کاله عمر لري او توپ اچونه او توپ وهنه دواړه کوي، بیا ویلي چې د لوبډلې سره د ټول افغان وګړو ملاتړ دی او تر دې بله خوښي نشته.

هغه ویلي، " د خپل هیواد استازیتوب کول ډیره خوښي لري او مونږ باید خلکو هیلې ورپوره کړو".
صدیق اتل هم ویلي چې په افغانستان کې دننه او د باندې د افغان ولس ملاتړ "بې جوړې" دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG