د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان فټ بال کې بنگله دیش ته سخته ماتې ورکړه


افغانستان د فټ بال ملي ټیم لوبغاړي
افغانستان د فټ بال ملي ټیم لوبغاړي

افغانستان د فټ بال ټیم چې دا وخت د جنوبي اسیا د فټ بال قهرمان هم دی،د کال ٢٠١٥ د جنوب اسیا د فټ بال سیالیو په لومړۍ سیالۍ کې افغانستان د سیالۍ په دواړو پړاونو کې مقابل ټیم بنگله دیش سر پورته کولو ته پرینښود او پرله پسې پینځلس قوي حملې ېې وکړې ،چې څلور پکې په گول بدلې شوې. بنگله دیش په ټوله لوبه کې دا امکان ونه موند چې افغانستان باندې گول وکړي.

د افغانستان د فټ بال روزونکي علي عسکر لعلي امریکا غږ آشنا راډیو د خبریال قدیر مشرف سره مرکه کې ویلي چې د بنگله دیش غوندې تکړه فټ بال ټیم مقابل کې د افغانستان داسې غوره لوبه د خوشالۍ زیری دی."

افغانستان دا وخت د جنوب اسیا د فټ بال قهرمان دی
افغانستان دا وخت د جنوب اسیا د فټ بال قهرمان دی

افغانستان دوه کاله پخوا په هند کې هند ته د صفر په مقابل کې په دوه گولونو ماتې ورکړې وه او دا قهرماني ېې گټلې وه..

افغانستان د فټ بال ملي ټیم چې د خپلې گټلې قهرمانۍ ساتنه کوي د، شنبې په ورځ به د بوټان د ملي ټیم سره مخامخ کیږي. دا سیالی هم سږ کال په هند کې ترسره کیږي. چې افغانستان نه علاوه کوربه ټیم هند، بنگله دیش، سري لنکا، مالدیپ، بوټان او نیپال هم برخه اخلي او د جنوري تر دریمې به ادامه لري.

  • 16x9 Image

    مطیع الله عابد

    مطیع الله عابد  د کال ٢٠٠٢ نه د امریکا غږ آشنا راډیو پښتو خپرونو سره کار کوي. عابد چې د افغانستان د کندوز ولایت دی د پیښور پوهنتون نه ېې د ژورنالزم ماستر ډگري اخیستې. عابد د خبریالۍ سره سره لیکوالي هم کوي چې زیاتره ځوانانو او د کرکټ لوبې په اړه وي.
XS
SM
MD
LG