د لاس رسي وړ اتصالات

دا وارې فوټبال افغانان سره یو کړل


د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې د جنوبي آسیا د فوټبال د سیالیوو په نیمه پایلوبه کې نیپال ته ماتې ورکړه او په دې سره د جنوبي آسیا د سیالیو پایلوبې یا فاینل ته ووتی.

د افغانستان د ټیم غړي سنجر احمدي د لوبې د پیل څخه دولس دقیقې وروسته د افغانستان په ګټه ګول ووهی چې بیا همدغه ګول افغانستان ته بریالیتوب ورپه نصیب کړ.

سره له دې چې سنجر احمدي د افغانستان د ټیم لپاره ویاړ ترلاسه کړ خو پر ټولنیزو رسنیوو باندې زیاتې چړچې د منصور فقیریار وهل کېدې ځکه هغه نه یواځي څو ځلي د نیپال پرله پسې حملو ته ودریدی او زیات ګولونه یې بچ کړل بلکې د نیپال د ټیم دوه واري پرله پسې پینالټي شوټونه یې هم راوګرځول.

پر ټولنیزو رسنیوو لکه فېسبوک او ټویټرز باندې زیات شمیر افغانانو د افغانستان د فوټبال د لوبډلې عکسونه، د مبارکۍ او خوشحالۍ پیغامونه خپاره کړي. د بیلابیلو قومونو او د افغانستان د ګوټ ګوټ څخه افغانان د خپل ملي ټیم بریا لمانځي. سمیع مهدي د کابل څخه پر فیسبوک باندې لیکلي دي چې ،،د ۲۰۱۴ او ۲۰۱۸ کال د اندېښنې پرته زمونږ د فوټبال ملي ټیم ګول وهي او دې ملت ته د راتلونکې په هلکه هیلې ورپیدا کوي.،،

بل افغان میرویس رحماني چې په امریکا کې ژوند کوي خپل د فیسبوک پر پاڼه یې لیکلي دي چې ،،ای کاش هره ورځ همدغسې یوه ورزشي لوبه وای چې د یووالي، یورنګۍ او همږغۍ هره ورځ مو لیدلای.،،

په امریکا کې یوې افغانې محصلې نورجهان اکبر لیکلي دي چې ،،د فوټبال د بریالیتوب وروسته مي د افغان لوبډلې د اټن ویډیو ولیده. خوشحاله یم چې د خوشحالۍ هنر مو تر اوسه هم د یاده نه دی ایستی. څه لوړ مقام او روح لري دا ملت.،،

افغانستان ولسمشر حامد کرزي هم د افغانستان د فوټبال ملي ټیم ته د دوي د نن ورځې د بریالیتوب په خاطر مبارکي ویلې ده.

د جنوبي آسیا د فوټبال سیالۍ د ۸ هېوادونو ترمنځ دي چې افغانستان، هند، پاکستان، نیپال، مالدیف، بوتان، بنګله دیش او سریلانکا په کښي شامل دي. افغانستان بوتان، سریلانکا او نیپال ته ماتې ورکړه او د مالدیف سره مساوي شو.

سبا د هند او مالدیف ترمنځ لوبه ده او د دې لوبې بریالۍ ټیم به د افغانستان په مقابل کې د لومړي مقام دپاره لوبه وکړي.

د افغانستان ټیم په ۲۰۱۱ کال کې هم د نیپال ټیم ته په هند کې ماتې ورکړه او د هند په مقابل کې یې پایلوبه بایلوله چې په نتیجه کې یې هند لومړی مقام او افغانستان دویم مقام وګټی.

که چیري هند سبا لوبه وګټي نو بیا به د افغانستان سره برابر شي.
  • 16x9 Image

    حسیب الکوزی

    حسیب الکوزی د ۲۰۰۹ کال راهیسې د امریکا غږ سره په واشنګټن کي کار کوي. الکوزي د امریکا د جورجټون د پوهنتون څخه د نړیوالو اړیکو  په برخه کي د لیسانس سند ترلاسه کړی او د امریکا د جانس هاپکینز د پوهنتون څخه يې د نړیوال امنیت او اقتصاد  په برخه کې ماستړي اخیستې ده. اوسمهال د امریکن  پوهنتون څخه د نړیوال پرمختګ په برخه کې پر خپلې دویمې ماسټرۍ کار کوي.  هغه د ویب پاڼې ترڅنګ د آشنا راډیو خبري او سیاسي خپرونې پر مخ بیايي او د آشنا تلویزون سره هم همکاري لري. امریکا ته د راتګ څخه مخکي یې په افغانستان کي په بیلابیلو  نړیوالو ادارو کې کار کړی دی.

XS
SM
MD
LG