د لاس رسي وړ اتصالات

کمیسیون: په افغان امنیتي ځواکونو کې ماشومان نشته


په افغان امنیتي ځواکونو کې له اتلس کلنۍ نه د ټیټ عمره سرتیرو د څېړنې لپاره ګمارل شوی کمیسیون وایي په ملي اردو، پولیسو او ملي امنیت کې هیڅ داسې سرتیری نشته، چې قانوني عمر یې نه وي پوره کړی.

دغه پلاوي نن په کابل کې خبریالانو ته وویل چې دوی د څلور دېرشو ولایتونو د امنیتي ځواکونو د جلب او جذب مرکزونه څېړلي او په افغان امنیتي ځواکونو کې د ټیټ عمره عسکرو او پولیسو ادعاء بې بنسټه ده.

ددې پلاوي مشر محمد یونس هوتک وویل د جلب او جذب هر مرکز یې څېړلی او پکې یې دا نده موندلې چې کم عمره سرتیري دي استخدام شوي وي.

په پلاوي کې د بشري حقونو د کمیسیون یوه استازي وویل چې نېږدې اوولس سوه داسې سرتیري د جلب او جذب له پروسې بیرته مسترد شوي چې په اسنادو کې عمر قانوني و خو په ظاهري بڼه کوچینیان ښکاریدل.

د بشري حقونو د کمیسیون استازي عبدالله عابد وویل درې زره داسې سرتیري هم بېرته مسترد شوي، چې له اتلسو کلونو لوړ وو خو فزیکي وړتیاوې یې نه لرلې.

خو دغه پلاوي وویل چې په تذکرو کې د عمر ناسم لیکل او د غوره عدلي طب نشتوالی ددې سبب کیږي چې د یوه کس عمر سم نشي تشخیصېدلی.

دغه څیړنیز پلاوی د کال په پیل کې هغه مهال رامینځته شو چې په ملگرو ملتونو په یو رپوټ کې ویل شوي چې د افغانستان په امنیتي ځواکونو کې کوچینیان استخدام شوي دي.

د نړیوالو بنسټونو ډېر انتقاد پر محلي پولیسو و چې د هغوی په وینا کې زورواکې دي او قوماندان یې د ټیچ عمر کسان په امنیتي پوستو کې گماري.

نړیوالو بنسټونو څو وارې د افغاسنتان دجگړې پر ټولو اړخونو غږ کړی دی چې د ټیټ عمر کسانو له استخدامولو ډډه وکړي خو بیا هم وخت پر وخت دا ستونزه رابرسیره کیږي.

XS
SM
MD
LG