د لاس رسي وړ اتصالات

د نجونو پر زده کړه د طالبانو بندیز پاکستانۍ محصلینې له تعلیم څخه بې برخې کړي


د افغانستان په خصوصي پوهنتونونو کې له تعلیم څخه منع شویو پاکستاني محصلینو نجونو په اسلام اباد کې لاریون وکړ او له ملګرو ملتونو او د پاکستان له حکومت څخه یې مرسته وغوښته.
د افغانستان په خصوصي پوهنتونونو کې له تعلیم څخه منع شویو پاکستاني محصلینو نجونو په اسلام اباد کې لاریون وکړ او له ملګرو ملتونو او د پاکستان له حکومت څخه یې مرسته وغوښته.

په افغانستان کې په پوهنتونونو کې د نجونو پر زده کړه د طالبانو بندیز، د پاکستان د خیبرپښتونخوا په لسګونو هغه پیغلې له تعلیم څخه بې برخې کړي چې د افغانستان په خصوصي پوهنتونونو کې یې د طب زده کړې کولې.

دغو محصلینو تېره اونۍ په اسلام اباد کې اعتراضي لاریون وکړ او د ملګرو ملتونو له دفتر او پاکستان له حکومت څخه یې د مرستې غوښتنه وکړه.

ثنا ګل چې په ننګرهار ولایت کې د یوه خصوصي پوهنتون د طب پوهنځي د درېیم کال محصله وه، امریکا غږ ته وویل: "موږ په اسلام اباد کې د ملګرو ملتونو سازمان ته لاړو او له هغوی مو وغوښتل چې زموږ لپاره د سکالرشیپونو بندوبست وکړي... موږ د پاکستان د حکومت څخه هم غوښتنه کوو چې موږ ته د زده کړو د دوام زمینه برابره کړي."

دغه محصلینې چې شمېر یې ۱۰۵ تنو ته رسيږي، وايي ددې دپاره یې د افغانستان په خصوصي پوهنتونونو کې زده کړه غوره کړې وه چې د پاکستاني پوهنتونو په پرتله یې فیس ډېر لږ دی.

دوی وايي، په افغانستان کې یې د یو کال زده کړې لګښت شاووخوا ۳۰۰ زره افغانۍ کیده، په داسې حال کې چې د پاکستان په پوهنتونونو کې دا اندازه څو چنده زیاته ده.

د خېبر پښتونخوا میډیکل کالج د معلوماتو له مخې، په دغه پوهنتون کې د طب پوهنځي د هر کال فیس له ۱۲۰۰ زرو تر ۱۸۰۰ زرو کلدارو دی.

د طب پوهنځي بله زده کوونکي سپوږمۍ ګل وايي د پوهنتون بشپړول او د طبي سند ترلاسه کول د هغې یوازینی ارمان دی.

سپوږمۍ زیاتوي چې"د تیرو دریو کلونو راهیسې موږ په افغانستان کې د طب زده کړه کوله. موږ له ډېرو ستونزو سره مخامخ شو، د خصوصي پوهنتون فیسونه مو هم ورکړل، زمونږ کورنۍ داسې شتمنې نه دي چې دا فیسونه له سره برابر کړي. زمونږ ټوله خواري ضایع کیږي."

د خیبر پښتونخوا کلي اکبر چې په افغانستان کې د طب پوهنځي د وروستي کال محصله وه وايي په بې صبرۍ سره یې د فراغت انتظار کاوه. هغه وايي چې د طالبانو له لوري د بنديز د اعلان پر مهال يې خپلې وروستۍ ازموينې ته چمتووالى نيولى و. وايي، د طالبانو محدوديت په شخصي کچه ځپلي او پر ذهني حالت یې هم ناوړه اغېزې کړي.

کلي وویل: "له ۲۰ څخه ډیرې ښځینه زده کونکي چې زه پوهیږم د ژور خپګان سره مخامخ دي. دوی دا مهال تر درملنې لاندې دي. د زده کونکي لپاره دا خورا سخت حالت دی. زمونږ راتلونکی دا مهال نا معلومه دی. مونږ د پاکستان حکومت څخه غوښتنه کوو چې زمونږ راتلونکی وژغوري."

د پيښور پوهنتون د ژورنالیزم د څانګې ډاکټر سيد عرفان اشرف وايي افغانستان کې د طالبانو سخت دریځه مفکوره په سیمه او په ځانګړي‌ ډول د پښتنو په سیمه کې منفي اغېزه کړې او که مخه یې و نه نیول شي نو د هغه په قول دا به د یو ویروس په توګه خپور شي.

عرفان اشرف زیاته کړه: "طالبانو په خپل ځواک سره په افغانستان کې یوه افراطي ایډیالوژي منځ ته راوړه چې له بلوچستان څخه تر خیبر پښتونخوا پورې یې ټولې سرحدي سیمې اغیزمني کړي دي."

طالبانو د خپلې واکمنۍ په څه باندې شپاړس نیمو میاشتو کې د نجونو او ښځو پر مخ د ثانوي ښوونځي او پوهنتونونه تړلي او پر دې سربېره یې هغوی پارکونو، عمومي حمامونو او ورزشي کلپونو ته له تلو منع کړي او هم یې ښځې په غیردولتي موسسو کې له کار کولو را ګرځولي دي.

طالبان وايي چې د ښځو د تعلیم او کار روزګار لپاره به اسلامي شریعت ته په کتو او افغان کلتور سره سم حالات برابروي.

XS
SM
MD
LG