د لاس رسي وړ اتصالات

د بهرنیو ځواکونو هوايي برید کې پنځه افغان سرتېري وژل شوي


افغان چارواکي وايي ارزوکان کې بهرنیو ځواکونو پر افغان ځواکونو برید کړی
افغان چارواکي وايي ارزوکان کې بهرنیو ځواکونو پر افغان ځواکونو برید کړی

د افغانستان د دفاع وزارت وايي چې بهرنیو ځواکونو په ارزګان کې په یو هوايي برید کې پنځه افغان سرتېري وژلي دي.

وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې برید د همغږۍ د نشتوالي له کبله شوې ده چې لس نور سرتېري ژوبل شوي دي. وايي په دې اړه پلټنې روانې دي.

په جنوب کې د ۲۰۵ اتل قول اوردو یو ویاند تورن محمد صادق عیسی امریکا غږ ته وويل چې تېره شپه -سه شنبه مارچ۱۲- د ملي پوځ د څلورمې لوا سرتیرو د ترینکوټ ښار په څنډو کې عملیات لرل چې تر هوايي برید لاندي راغلي.

ده وويل "تيره شپه د اروزګان په مرکز ترینکوټ کې زموږ د څلورمې لوا سرتیرو عملیات لرل چې د ناسم پوهاوي له کبله تر هوايي برید لاندي راغلي زموږ لمړني معلومات ښيي چې په پېښه کې دري سرتیري وژل شوي او اوه نور ټپيان شوي خو پدې اړه ګډ هیئت څېړنه کوي."

په افغانستان د قاطع ملاتړ مطبوعاتي دفتر امریکا غږ ته د ایمیل له لارې وویل چې د هغوی هوايي ځواکونو ترینکوټ ته نژدې پر هغو بریدګرو بمبار کړی چې پر افغان او بهرنیو سرتېرو یې ډزې کولې.

وايي افغان او بهرنیو ځواکونو د عملیاتو پر مهال له هوايي ځواکونو د مرستې غوښتنه کړې وه او هغوی هم د ځان د دفاع په خاطر برید کړی.

د قاطع ملاتړ ماموریت نه دي ویلي چې په برید کې افغان سرتېري هم وژل شوي او ژوبل شوي کنه؟ خو په ایمیل کې یې دا لیکلي دي چې دوی له داسې یو دښمن سره مخامخ دي چې مشخص "یونیفورم نلري او د پوځ غلا شوې جامې او موټر کاروي".

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG