د لاس رسي وړ اتصالات

د اندړو مظاهره - د طالبانو فشار که د خلکو غوښتنه؟


د اندړو ولسوالۍ لسګونه اوسېدونکو د سیمه ییزو پولیسو د ادعا له مخې سرغړونو او زور زیاتیو له کبله د غزني په مرکز کې مظاهر وکړه.
د اندړو ولسوالۍ لسګونه اوسېدونکو د سیمه ییزو پولیسو د ادعا له مخې سرغړونو او زور زیاتیو له کبله د غزني په مرکز کې مظاهر وکړه.

د غزني د امنیې قوماندان امین الله امرخیل امریکاغږ ته وویل چې وسله والو طالبانو تېره ورځ د اندړو ولسوالۍ اوسېدونکي په زور او جبر، د سیمه ییزو پولیسو پر ضد مظاهرې ته ایستلي وو.

ښاغلي امرخیل وویل چې خلک د ولایت مرکز ته راغلي‌ وه خو پولیسو مظاهرو ته پرېنښودل.

ښاغلی امرخیل وايي د قانون له مخې مظاهره کوونکي باید له خپلې مظاهرې ۲۴ یا ۴۸ ساعتونه مخکې امنیتي چارواکي خبر کړي، خو وايي چې د سیمه ییزو پولیسو پر ضد مظاهره کوونکو له پولیسو سره هېڅ ډول همکاري نه درلوده.

د غزني امنیه قوماندان وايي افغان امنیتي ځواکونو په وار وار د خپلو مخالفانو غږونه اورېدلي او ثبت کړي چې خلک د سیمه ییزو پولیسو پر ضد مظاهرې ته مجبوروي او هڅوي.

د خلکو اعتراض

د شنبې په ورځ د اندړو ولسوالۍ لسګونه اوسېدونکو د سیمه ییزو پولیسو د ادعا له مخې سرغړونو او زور زیاتیو له کبله د غزني په مرکز کې مظاهر وکړه.

د مظاهرچیانو په منځ کې یو شمېر ښځې هم وې چې قرآن یې په لاسونو کې نیولي وو، د سیمه ییزو پولیسو او پاڅونوالو پر ضد یې شعارونه ورکول او هغوی یې په ظلم او استبداد تورنول.

مظاهره کوونکو ادعا کوله چې سیمه ییزو پولیسو یې د شپې پر کورونو چاپې وهلې، پر ځینو ښځو یې جنسي تېري کړي او کورنۍ یې مجبورې کړي چې ډوډۍ او خواړه ورکړي.

یوې مظاهره کوونکې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي وویل "موږ د نامسؤله وسله والو، سیمه ییزو پولیسو او پاڅوانوالو له ظلم او ستم څخه تنګ شوي او په ژړا راغلي یو. هغوی هر وخت پر ښځو جنسي تېری کوي، له خلکو په زوره پېسې اخلي، خلک وهي ډبوي او وژني، موږ په خپله ډوډۍ نلرو خو هغوی له موږ نه ډوډۍ غواړي".

په همدې حال کې د غزني والي محمد امان حمیم وویل چې د مظاهره کوونکو د ادعاو په اړه به پلټنې وکړې "موږ د مجرمینو په وړاندې غلي نه پاتې کیږو، که هغوی سیمه ییز پولیس وي یا سیمه ییز پاڅوانوال، سزا به ورکړل شي. "

تورونه

شاوخوا شپږ کاله مخکې سیمه ییز پولیس د کورنیو چارو وزارت په چوکاټ کې په هغو سیمو کې تشکیل او رامنځ ته شول چې تر ډېره طالبان او د افغان حکومت نور وسله وال په کې فعاله وو.

د سیمه ییزو پولیسو له جوړېدو وروسته د بشري حقونو ځینو سازمانونو هغوی په یو لړ ناقانونه چارو تورن کړل، اوس تازه ملګرو ملتونو ویلي چې د سیمه ییزو پولیسو قومندانان، یو شمېر ماشومان په خپلو لیکو کې جذبوي.

خو، د غزني د ولایتي شورا ځینې غړي وايي چې د یو شمېر زورواکانو، د پارلمان د وکیلانو او د پخوانیو جهادي قومندانانو مداخلو له سیمه ییزو پولیسو خلک خوابدي او ناراضه کړي دي.

د غزني د ولایتي شورا غړي خالق داد اکبري امریکا غږ اشنا ته وویل "تر کومه چې موږ پوهېږو، د خلکو ځینې اعتراضونه پر ځای دي، ځکه چې د سیمه ییزو پولیسو تنخواوې په خپل وخت نه رسي چې کله ناکله بیا هغوی خلک مجبوروي چې ډوډۍ ورکړي".

نوموړي وویل چې په غزني کې سیمه ییز پولیس یو مشر نلري، بلکې له وکیلانو نيولې د سیمې تر اغیزناکو او مخورو کسانو پورې، د هغوی په چارو او دندو کې لاسوهنې کوي او بیا دا ډول ستونزې زېږوي.

په همدې حال کې د اندړو ولسوال قاسم ډیسیوال دا مني چې سیمه ییز پولیس او پاڅوانوال له قانون څخه ډېر خبر نه دي، خو وايي، چې طالبان غواړي د ولسي خلکو په واسطه د سیمه ییزو پولیسو نوم بد کړي.

نوموړي وویل "موږ نه وايو چې د سیمه ییزو پولیسو او پاڅوانوالو کارونه به سل په سلو کې سم وي، خو هغه ادعاوې چې تېره ورځ وشوې، واقعیت نلري او د طالبانو کار دی".

دا لومړی ځل نه دی چې د غزني د اندړو ولسوالۍ اوسېدونکو د سیمه ییزو پولیسو او پاڅونوالو پر ضد مظاهره کوي.

خو تېره ورځ یې حکومت ته خبرداری ورکړ که یې په سیمې کې د سیمه ییزو پولیسو او نورو ناقانونه وسله والو د زور زیاتيو مخه ونه نیسی، دوی به د خپلو مظاهرو او اعتراضونو لړۍ کابل ته هم وغزوي.

XS
SM
MD
LG