د لاس رسي وړ اتصالات

افغان حکومت د نجونو د ښوونې او روزنې ستراتیژي معرفي کړه


د افغانستان د پوهنې وزارت، په داسې حال کې د نجونو د ښوونې او روزنې ستراتيژي معرفي کړې، چې د دغه وزارت د رسمي شمیرو له مخې په اوس وخت کې ۳.۷ میلیونه افغان ماشومان له ښوونې او روزنې بې‌برخې دي.

د دغې پالیسۍ په تطبیق کې یو شمیر بهرني هیوادونه په ځانګړي ډول په کابل کې د کاناډا او کوریا سفارتونه، یونیسیف او ځینې نورې ادارې د پوهنې له وزارت سره همکاري کوي.

اوسمهال په افغانستان کې څه باندې ۹.۵ میلیونه ماشومان ښوونځیو ته ځي، چې نږدې ۳۶۶زره یې نجونې دي او دغه راز ۲۲۹ زره ښوونکي، چې شاوخوا ۸۲ زره ښځینه ښوونکې په کې شاملې دي، د دغو زده‌کوونکو په ښوونې او روزنې بوخت دي.

په افغانستان کې د ښځینه ښوونکو او کموالی، ناامني او په کورنیو کې ناوړه ټولنیز دودونه هغه عمده لاملونه دي، چې د پوهنې وزارت پر وینا ښوونځیو ته یې د ډیرو نجونو د تګ مخه نیولې ده.

د امریکا غږ اشنا راډیو خبریالې نوشابه اشنا په دې اړه د افغانستان د پوهنې وزارت د نجونو د تعلیم د برخې ریسې میرمن تورپېکۍ مهمند سره مرکه کړیده .

please wait

No media source currently available

0:00 0:03:56 0:00

XS
SM
MD
LG