د لاس رسي وړ اتصالات

د افغان حکومت او د حکمتیار د اسلامي حزب مستقیمې خبرې


د حکمتیار په مشرۍ د اسلامي حزب د پلاوي مشري محمد امین کریم کوي. د حکمتیار زوم همایون جریر او عبدالقدوس ساپی هم د پلاوي غړي دي.
د حکمتیار په مشرۍ د اسلامي حزب د پلاوي مشري محمد امین کریم کوي. د حکمتیار زوم همایون جریر او عبدالقدوس ساپی هم د پلاوي غړي دي.

د افغان حکومت او د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د اسلامي حزب د استازو ترمنځ نن د پنجشنبې په ورځ د خبرو د پیل څو ساعته وروسته د حزب اسلامي د درې کسیز پلاوي مشرمحمد امین کریم او د سولې عالي شورا د دارالانشا رئیس محمد ایوب رفیقي خبریالانو ته وویل، چې د دوی خبرو بین الافغاني بڼه لرله.

ښاغلي رفیقي وویل "د سولې عالي شورا تقریبآ درې کاله په سکوت کې پاتې وه، او بعد له درې کالو سکوت څخه نن بیا د امیدوارۍ اواز ددې مقر څخه راپورته کیږي، خدای تعالی دې د سولې پروسې ته نور هم پیاوړتیا ورکړي. یوازینی شی چې د سولې پروسې ته ګټه رسوي او مهم دی، هغه دا دي چې مونږ څنګه وکولی شو د افغانستان د ولس تر منځ همغږۍ رامنځ ته کړو او هغوی ته ډاډ ورکړو چې ددې مقدسې پروسې حمایت وکړي".

د سولې د عالي شورا د دارالانشا رئیس وویل چې د اسلامي حزب پلاوي نن د سولې د عالي شورا د رئیس پیر سید احمد ګیلاني او د دغې شورا د ستر مرستیال محمد کریم خلیلي په ګډون د شورا د مشرتابه پلاوي سره وکتل.

د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د اسلامي حزب د پلاوي مشري د محمد امین کریم په غاړه ده، په دغه پلاوي کې د حکمتیار زوم همایون جریر او عبدالقدوس ساپی هم غړیتوب لري.

د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د اسلامي حزب د پلاوي مشر محمد امین کریم، خبریالانو ته وویل چې کابل ته یې د افغانستان د حکومت او د سولې د عالي شورا په بلنه سفر کړی دی.

محمد امین کریم وویل، چې نن د دغو دوو خواو ترمنځ کومې رسمي خبرې پیل شوي که چیرې په اخلاص سره دا خبرې پرمخ لاړې شي نو په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګیدلو سبب کیدای شي.

هغه وویل چې د اسلامي حزب غوښتنې همغه دي چې د ده په وینا د افغانستان ټول خلک یې غواړي.

ښاغلي کریم وویل "د افغانستان د خلکو په هیواد کې د ملي حاکمیت ټینګیدل، د خپلواکۍ حق، د اسلامي قانوني نطام ټینګیدل او د ژوند په ټولو برخو کې د عدالت پلي کیدل په ځانګړې ډول په سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو برخوکې".

محمد امین کریم هیله وښوده چې که خبرې ښې پرمخ لاړې شي نو ورسره په افغانستان کې سوله ټینګیدلی شي.

د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د اسلامي حزب له دې مخکې هم د پخواني جمهوررئیس حامد کرزي د حکومت سره د خبرو لپاره څو ځله کابل ته پلاوي استولي وو، خو هغو خبرو پایلې نه لرلې.

حزب اسلامي چې په اتیاومه او نویومه لسیزه کې د افغانستان په سیاسي او نظامي حالاتو په بدلون کې ستر رول لره، په ۱۹۹۶ کال کې په کابل باندې د طالبانو د واکمنۍ په کلونو کې د افغانستان په سیاست کې خپل کلیدي رول له لاسه ورکړ، خو په افغانستان باندې د امریکایي ځواکونو د برید وروسته ګلبدین حکمتیار د نورو پخوانیو مجاهدینو د مشرانو په خلاف په افغانستان کې میشتو بهرنیو ځواکونو سره جګړه پیل کړه چې ددغه حزب وسله وال د افغانستان په یوشمیر ولایتونو کې لا هم د افغان او بهرنیو ځواکونو په خلاف په جګړه بوخت دي.

د همدې اونۍ په سر کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ددغه حزب د دوه چارواکو نومونه د نړیوالو تروریستي کسانو په ډله کې شامل کړل.

د امریکا د حکومت دا پریکړه اسلامي حزب په سختو ټکو غندلې ده.

XS
SM
MD
LG