د لاس رسي وړ اتصالات

کرزي امریکا د افغانستان په چارو کې په لاسوهنې تورنه کړه


حامد کرزي وایي، جنرال پرویز مشرف ترې د ډیورنډ د کرښې په رسمیت پيژندلو غوښتنه کړې وه خو هغه و نه منله.
حامد کرزي وایي، جنرال پرویز مشرف ترې د ډیورنډ د کرښې په رسمیت پيژندلو غوښتنه کړې وه خو هغه و نه منله.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي، د ملي یووالي حکومت د مودې په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان‌کري د وروستیو څرګندونو په غبرګون ویلي، چې دا د افغانستان د ملي واکمنۍ څخه ښکاره سرغړونه ده.

تیره اونۍ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري کابل ته په سفر کې له افغان ولسمشر سره یوې خبري غونډې ته ویلي وو، چې د ملي یووالي د حکومت د کار موده تر پنځو کلونو ده او د دې حکومت د پای ته رسیدو لپاره کومه نېټه ټاکل شوې نه ده.

خو ښاغلي کرزي چې نن په کابل کې د افغانستان د حالاتو د ارزونې په اړه یوې غونډې ته وینا کوله وویل، افغانان په خپل هیواد کې د امریکا حضور مني خو پر وینا یې د امریکایانو حضور باید د افغانستان خپلواکي او ملي حاکمیت تر پوښتنې لاندې را نه وړي.

هغه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وروستیو څرګندونو ته په اشارې وویل "نو د جان کري صاحب چې د امریکې وزیر خارجه دی، وینا او افغانستان ته معیادونه ټاکل، دا عظیم تخلف دی د افغانستان د حساسیتو او د ملي واکمنۍ، افغانان اساسي قانون لري، افغانان حکومت لري، دا د افغانانو حق دی چې خپل حکومتونه د اساسي قانون په اساس څومره ټاکي او څومره نه ټاکي، هیڅ پردی په دې کې زموږ د ارادې تمثیل نشي کولی."

ښاغلي کرزي وویل، د افغانستان په چارو کې لاسوهنه د افغانانو لپاره د منلو نه ده او زیاته يې کړه "امریکا دې په دې پوه شي، چې زموږ پر ملي حاکمیت دې بازۍ نه کوي."

پخواني ولسمشر وویل، په افغانستان کې د امریکا حضور باید په دې هیواد کې د تلپاتې سولې د ټینګولو لامل شي او زیاته یې کړه چې په دې هیواد کې سوله د امریکا او پاکستان ارادې پورې تړلې ده.

د ډیورنډ کرښه

دغه راز د افغانستان پخواني ولسمشر پاکستان هم د افغانستان په چارو کې په لاسوهنه تورن کړ او وې ویل، چې د نورو ګاونډیو هیوادونو په پرتله پاکستان د افغانستان لپاره یو مُضره ګاونډی دی، چې تل یې د افغانستان د له منځه وړلو هڅه کړې ده.

هغه یو ځل بیا پاکستان د افغانستان تاریخي دښمن یاد کړ او وې ویل، دغه هیواد د افغانستان د یو لویشت خاورې تر لاسه کولو لپاره د زرګونو افغانانو وینو تویولو ته تیار دی.

ښاغلي کرزي وویل، چې د هغه د حکومت پر مهال د پاکستان پخواني ولسمشر جنرال پرویز مشرف ترې د ډیورنډ د کرښې په رسمیت پيژندلو غوښتنه کړې وه خو هغه و نه منله.

پخواني افغان ولسمشر د ډیورنډ کرښې په اړه پاکستان ته په خطاب کې وویل "که ډیورنډ دی هم مو همسایه یې، که اټک شي هم مو همسایه یې، هاخوا مو هم همسایه یې د اټک په هاخوا، خو بالآخره سره همسایه‌ګان یو، چې اوس په ډیورنډ کې ته وایې، په اټک کې هم درسره همسایه‌ګان یو نو اټک موږ ته راکړه هلته به ډیره ښه همسایه‌ګي درسره وکړو، دوستي به درسره وکړو."

دا لومړی ځل دی، چې پخوانی ولسمشر حامد کرزی د افغانستان په چارو کې د امریکا او پاکستان د لاسوهنو په ا ړه په دومره ښکاره او تونده لهجه څرګندونې کوي.

XS
SM
MD
LG