د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان پاسپورت د نړۍ لږ اعتبار لرونکی پاسپورت ګڼل شوی


د افغانستان پاسپورت د ۲۰۲۱ کال په جدول کې لږ اعتبار لرونکی او د جاپان پاسپورت تر ټولو زیات اعتار لرونکی پاسپورت ګڼل شوی دی.

د "هنلي پاسپورت جدول" هر کال د نړۍ د هیوادونو د پاسپورتونو د اعتبار جدول خپروي. ددغه جدول له مخې د څو کلونو راهیسې د جاپان پاسپورت د نړۍ تر ټولو معتبر پاسپورت دی.

ددغه جدول له مخې د افغانستان وروسته د عراق، سوریې، پاکستان او سودان پاسپورتونه په نړۍ کې د کم اعتاره پاسپورتونو څخه پیژندل شوي دي.

سنګاپور په دوهمه درجه او جنوبي کوریا د هغو هیوادونو په لړۍ کې دریم هیواد دی چې د نړۍ د اعتبار وړ پاسپورتونه لري.

د هنلي د پاسپورت جدول د نړۍ د هیوادونو پاسپورتونه د ویزې پرته سفر کولو د اعتبار له مخې درجه بندي کړي دي.

ددغه جدول له مخې د جاپان پاسپورت لرونکي کولای شي د نړۍ ۱۹۱ هیوادونو ته پرته له ویزې سفر وکړي. پداسې حال کې چې د افغانستان پاسپورت لرونکي د ویزې پرته ۲۶ هیوادونو او ملکونو ته تللی شي.

د امریکا د متحده ایالاتو پاسپورت په اومه درجه کې راغلی او امریکایان کولای شي د نړۍ ۱۸۵ هیوادونو ته پرته له ویزې لاړ شي.

د هنلي په نامه د پاسپورتونو جدول له مخې د اسیایي هیوادونو د پاسپورتونو د اعتبار زیاتیدل په دغو هیوادونو کې اقتصادي وده زیاتوي.

د هنلي د پاسپورت جدول د نړۍ د هیوادونو د پاسپورت د اعتبار په اړه جدول د "نړیوال هوایي ترانسپورت انمن" د معلوماتو په اساس برابروي.

XS
SM
MD
LG