د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې ١٨٧۴ کسان په ایډز اخته دي


نن په کابل کې په یوه غونډه کې د ایډز نړیواله ورځ ولمانځل شوه
نن په کابل کې په یوه غونډه کې د ایډز نړیواله ورځ ولمانځل شوه

د عامې روغتیا وزارت وايي که څه هم افغانستان یو له هغو هیوادونو څخه دی چې د ایدز ناروغۍ پکې په کمه کچه کې ده، خو ۱۸۷۴ کسان په دغې ناروغۍ اخته دي.

د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز د ایدز د نړیوالې ورځې په لمانځغونډه کې وویل چې ددغو کسانو په ډله کې ۱۴۸۱ کسان نارینه، ۳۲۷ ښځینه او ۶۶ ماشومان له دغې ناروغۍ څخه رنځیږي.

د افغانستان د عامې روغتیا د وزیر په وینا د روغتیا نړیوال سازمان او یو این ای آی ډی ایس بیا په افغانستان کې په ایچ آی وي یا ایدز د اخته کسانو شمیر ۴۵۰۰ تنه تخمین کړی دی.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې په تیرو څلورو کلنو کې د دغې ناروغۍ په هکله د خلکو د پوهاوۍ کچه،د روغتیایي خدمتونو کیفیت او د وینې د آزمایښت کچه لوړ شوې ده.

دغه وزارت وايي چې هر کال ۵۰۰۰ کسان د آیچ آی وي د ناروغۍ د معلومولو په موخه ورڅخه وینه اخیستل کیږي خو لا اوس هم په ځینو رغتیايي مرکزونو کې دغه کار په سمه توګه نه ترسره کیږي.

په ایدز د اخته کیدو زیات شمیر لاملونه شته، خو د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې په افغانستان کې درې لسیزې جګړه، د نشه يي توکو کارونه،بې وزلي، وزګارتیا، پرانیستي سرحدونه، اقتصادي ستونزې،د وګړو د پوهې ټیټه کچه، کډوالي،د نا مصُونې وینې اخیستل او په افغانستان کې په نشه يي‌ توکو د روږدو کسانو شتون په ایدز د اخته کیدو لوی لاملونه دي.

اوس مهال په ټوله نړۍ کې ۳۶ اعشاریه ۹ میلون کسان په ایدز ناروغۍ اخته دي چې ۱۵ میلون وکړي ددغې ناروغۍ ضد دارو او درملنې ته لاس رسی لري.

همداشان په نړۍ کې هره ورځ د ایدز ناروغۍ له کبله ۳۳۰۰ کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي، چې په بله ژبه د روغتیا د نړیوال سازمان د شمیرنوله مخې په هره دقیقه کې دوه کسه ددغې ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.

XS
SM
MD
LG